پټ پټ يې راوکتل روانه شوه
اوس خو په رښتیا خبره ورانه شوه


زما له برند نظر يې رمیده حیا
پرېوته په غېږ کې يې ستومانه شوه


شاید چې غلط ځای ته راغلي وه
سا مې په رګو کې سرګردانه شوه


بیا مې شو حسرت دزړه په کور میلمه
ستا دوصل هیله يې مېزبانه شوه


پوه یم لايې زړه راباندې یخ نه دی
هسې مې بس چیغه تر اسمانه شوه


څه يې کړې تپوس په خندنۍ شونډو
اوښکه وه بس لاړه پښېمانه شوه


پت دې دپښتو همیش پاللی و
مینه کې(حسنه)درته ګرانه شوه