
زه انتظار د هغي ورځي کوم
چي یار په خپله راته دا ووايي
اې زما ګل جانانه !
ولي خفه ښکارېږې ؟
زه خو یواځي تا له ژوند کومه
ما نوي کاله سره نوي نغمې
ډېري په سٌر او په اواز راوړي
خېر دی که ډېره بې خوبي دي کړې
دغه نغمې به درته خوب راولي
هم به ما په مینتوب راولي
24.05.2008
- سيد شاه سقيم
&...
26.05.2008
- سيد شاه سقيم
ډېر کلونه کېدل چې مرزا اکا مې نه وو ليدلی، خو کله مې چې وليد خدای (ج) شته په ځای مې رانه ووړ. زموږ وروستۍ ليدنه هغه مهال شوې وه کله چې زما خداي (ج) بښلي پلار د مرزا اکا سره په يوه دولتي اداره کې دنده لرله .
هغه مهال زه د اتو نهو کلونو وم . هرڅه، هرڅه آباد وو. د غوايي له توغل څخه وروسته، يوه ورځ مرزا اکا زموږ کور ته د خدای پامانۍ لپاره راغی ....