سل په سل کې باوري وم چې ستا سره مينه کول د خونکار پاچا د لور شمايلې د شرطونو پوره کول دي، چې د دغو شرطونو پوره کول يو ځانګړی او بېل هنر غواړي او ترسره کول يې زما له توان او طاقته وتلې خبره ده،
خو له دې سره_سره مې بيا هم زړه و نه منله او ستا غوندې سرشارې ښاپېرۍ سره مې په خيالونو کې لوبې پيل کړې.
تا به چې کله زما په سترګو کې ستا سره د مينې نښې نښانې حس کړې، په مغرور انداز به دې په کړس_کړس وخندل. تا ته اوس هم حيران يم چې تا راته خندلي او که دې راباندې خندلي دي،
خو په هر صورت ما ته دې د دې زمينه برابره کړه چې د مينې په رنګينو جامو کې دې ونغاړلم او د شاعر په دې خبره مې درسره د يارانې تار وغځاوه.
لا مې چې زړګي ته رانږدې نه وای
لا مو چې تر مينځه فاصلې نه وای
ما به درنه سر صدقه کړی وو
تاته که پېغور د زمانې نه وای
کله مې چې په دې شعر کې درته د مينې اظهار وکړ، څه وخت پرله پسې مې درسره د مخ کېدلو توان هم نه درلود، خدای شته ځان به راته ګناهکار ايسېده، او په زړه کې راسره بې شمېره اندېښنې او وېرې ملې شوې،
ما ويل هسې نه په دې خبره دې ما د زړه پر ماڼۍ د غوري ميزايل وار کړی وي.
څه وخت وروسته مې يو زړه خپل کړ او بل مې له زمري څخه په پور واخيست، په داسې حال کې چې په مخ کې مې د وېرې کرښې له ورايه ښکارېدې، خپله معصومه څېره مې ستا پر وړاندې د لمر د څرک په شان وبرېښوله او په ماشومو اداګانو دې څنګ ته درغلم.
تا هم سترګې نه رپولې او له ځانه ليرې دې د خيالونو نيلی نور هم زما د راګيرولو په لټه و، زماپه راتګ او ځوږ سره دې د شنو بنګړيو شرنګا خپره شوه، چوپتيا يې ماته کړه، د خيال نيلی دې په واک کې ونيو او زما زړه دې نور هم په منګولو کې ټينګ کړ.
زه ستا د شوخو بنګړيو شرنګا د تورو څڼو خوشبويي او د لونګو امېل نور هم تر اغېز لاندې راوستم او همداسې څو شېبې غلی او په سوچونو کې غرق دې په خوا کې ولاړ او په منظم تال مې له ځمکې سره ورو_ورو پښه وهله او د خيالونو نرۍ_نرۍ زمزمه مې په خپلې ورکې پسې غځوله چې تا راڅخه په منګول کې وړې وه.
خيالونو ته مې حيران وم چې څنګه په يوه مرموزه ورکه پسې ورک دي او څنګه خپله ورکه لاس ته راوړم، خو په دا ځلي ليدو سره مې نوره هم تمه پيدا شوه او ستا په سترګو کې مې مهرباني حس کړه.
مخکې له دې چې زه درته سلام وکړم او په سلام کې درته خپل ځان ملامت وښيم، تا وار له مخه کړ او و دې ويل:
سلام
ما درته عليک ووايه او په ملامته لهجه مې زياته کړه:
خوابدې خو نه يې؟ که يې، ما وبخښه.
ما څه کړي وای ستا ښکلا او مرموزې طبعې دې ته اړايستم چې نور نو درته د زړه د رمزونو دنيا وسپړم او د خپلې مينې اظهار وکړم، ځکه ما اورېدلي وو چې که له کوم چا سره مينه ولرئ، نو ورته وواياست، تر څو مقابل لوری وپوهېږي او ستاسو پر وړاندې پرېکړه وکړي.
له تا مننه کوم چې زماپر وړاندې دې احساس ولاره، سم له واره دې راته د مينې اظهار وکړ او په مهربانه لهجه دې راته وويل:
نه خير دی، هيله کوم، ژوند او يارانه همداسې جوړېږي، له دې سره سم دې راته د ټولنې اړوند ځينې لازمې لارښوونې هم وکړې.
له دې سره زما زړه له خپل بيدار بخته خوشال شو، ستا څخه يې د زړه له تله مننه وکړه. له خندا شين شو، ټولو خيالونو مې غټه_غټه خندا وکړه او په تا پسې لېږلي نيلي يې وشيندل په ټوپونو او ترپکو خپلو ځايونو ته راغلل هم يې ښکار وکړ او هم يې سوبه يووړه ....
اوس نو يوازې د دې وخت و چې پاکه پښتنه او کليواله مينه مو پاللې وای، له همدې شېبې مو د پاللو تړون هم وکړ، چې په ورځ کې به مو څو_څو ځله يو له بله د زړه خواله کوله، رازونه مو سره ووېشل ما درته د خپل ټول ژوند کيسه د زړه په سره دستمال کې غوټه کښېښوده او تا به په ورځ کې څو غوټې په خپلو نازکو قلمي ګوتو خلاصې او په سپړلو راسپړلو به دې يې ځان ستړی کړ.
تا هم د خپل ژوندانه ټولې خوږې او ترخې راته بيان کړې، ما خو درته وعده درکړې او بيا هم وايم چې ستا ټولې خبرې او رازونه به سندرې کړم، د شعر تاويز به ترې جوړ کړم او په خپله غاړه کې به يې د زړه پر سر جوخت ګرځوم، دا چې ته به تر څه وخت او زمانه زما راز وساتې او قدر به يې وکړې، که نه هغه ستا خوښه او ستا کار دی.
ما چې ستا کومو خبرو ته د شعر جامه وراغوستې هغه هم ستا سره د مينې کولو په نوم دي. ستا په هر ځلي ليدو کې مې د خپل ټول ژوند له پرېشانيو سره مخه ښه کېږي.
اوس نو غمونو يوازې ستا په نه شتون او نه ليدلو کې راباندې غوټې وهلې ستا ليدلو او نه ليدلو کې مې يوه بله موقع هم تر لاسه کړه چې کله به مې دې وصال او کله هم جدايي په واسطه ستا ګلورينه څېره او ښکلا د شعر په ژبه وستايله ان تر دې چې ستا ښکلا به کله_کله زما له خياله دومره لوړه هم شوه چې د شعر په پسته غېږه کې مې هم نه شوای ځايولای خو ما به هڅه کوله چې ودې ستايم او په خپل تصور کې دې ځای کړم.
نور نو ما درباندې زړه درلود او خپل هر راز به مې درسره شريکاوه، له يوې ورځې بلې ته بدلېدم او ستا د مينې په باب به فکرونو وړی وم. يو وخت به چې کله بيدار شوم ستاپه يادونو کې به د شعر ښاپېرۍ له ځان سره په بېل جهان کې ګرځولم، هلته به يوازې زه او ستا يادونه وو.
د پخوا په څېر به مې له ملګرو سره ټوکې_ټکالې نه کولې، کومه خبره که به په مجلس کې راته مهمه وبرېښېده، اړوند نظر به مې ورکړ خو خپلو خبرو به خوند رانه کړ او بېرته به مې درسره په تصور کې د مينې ټېل_ماټېل پيل کړ.
ستا په اړه مې زړه له ډېرو خبرو ډک و چې هسې به مې ستا سره يوه شېبه د ليدلو هيله درلوده، ان تر دې چې ستا په نه ليدلو کې به مې زړه له داسې عاشقانه رازونو ډک شو چې نښې_نښانې به يې زما په خبرو کې له ورايه معلومېدې.
تر نيمې شپې به ويښ ناست وم، له مينې ډک او سپېڅلي پيغامونه به مې درته ولېږل او په بدل کې به يې ستا ځواب ته غوږ_غوږ وم.
کله_کله به دې راته ځواب راکړ، په يوه او نيم پيغام به دې ونازولم، کله به مې چې ستا له خوا کوم ځواب ترلاسه نه کړ نو ما ته به داسې وايسېده چې اوس دې له ځواب راکولو قسم کړی او داسې يې انګېري لکه زما پيغام چې ورته هېڅ رسېدلی نه وي لکه زه چې يې پر وړاندې هېڅ کيسه هم نه لرم، له دې سره به زه هم خوب په غېږ کې نيولی وم او ستا له يادونو سره مله شپه به مې تېره کړه.
کله به چې سره مخ شوو له حيا څخه به تکه سره شوې خو د سر د اشارې په ملتيا به دې په ورو سلام وکړ او په لږه شېبه کې به مو په سترګو کې يوه او بل ته د زړونو حالونه سره وويل،
ما به چې د ځواب نه راکولو علت درڅخه وپوښت، تا به بيا راته په مينه ناک، خو لږ په رمزي انداز ډاډ راکړ. له همدې سره به د سترګو په رپ کې را څخه پنا شوې،
له تلو سره به داسې موسکۍ_موسکۍ روانه شوې لکه قدم پر قدم چې د خدای ټوله نړۍ درسره درومي، زماپه ذهن به دا بيتونه بېواکه راواورېدل:
ته چې ځې نو هره خوا درسره يوسې
ګرانې سرچپه دنيا درسره يوسې
ستا د سترګو يو عجيب غوندې تاثير دی
زما روح او زما سا درسره يوسې
هغه ورځ چې د لومړي ځل لپاره مو د زړه خواله وشول زما په زړه کې په عمودي ډول خوږې_خوږې څړيکې راوټوکېدې او ځان سم دم راته د مينې پاچا وبرېښېد،
خو اوس دې يوازې په يوې نرۍ غوندې مسکا پسې زما زړه په ټوپونو دی او له شا درپسې په ژړغوني ږغ د شاعر دا خبره زمزمه کوم:
ستا به پرې څه وشي، له تا نه به پرې څه راکم شي
که يوه نرۍ غوندې موسکا وکړې احسان به دې وي
هو د خدای پر ځمکه ډېری انسانان ګرځي خو زما پر هېچا سترګې نه خوږېږي، کله چې د چا په سترګو کې شوخي حس کړم ستا سترګې مې جګې سترګو ته ودرېږي، ستا تورې سترګې اوکچ باڼه مې په زړه د مات شوو غشو په څېر نېغ لارې وکړي. زما پر وچو شونډو يوه معصومه موسکا خپره وي، اوس هم ستا راتګ ته لارې څارم او پيغامونو ته دې سترګې پر لاره يم.
نه پوهېږم چې ته ولې داسې ژر بدله شوې او زما پر دې کليوالې مينې ولې شکمنه شوې. خو دومره پوهېږم چې زه ستا په باب بې کرار يم، څومره چې زه ستا په باب فکر کوم، ته کېدای شي زما په باب هغسې بې کراري او فکر لږ هم و نه لرې، ته چې ما د خپل ځان په باره کې هر څه ګڼې هغه ستا خپله خوښه ده، خو زه روحاً پر تا او ستا په باب په فکر او رياضت کولو داسې روږد يم لکه يو شرابي او يا بل سخت نشه يي چې په يوه نشه روږد شي او له نشې پرته هېڅ ډول کرار نه لري. ځکه مينه کول داسې يو عمل نه دی چې پرېښودل شي. خو ته په دې وپوهېږه چې که کله مې د لومړي ځل په شان درته بيا د هغه شاعر خبره د پيغام په ډول واستوله چې:
لا مې چې زړګي ته رانږدې نه وای
لا مو چې تر مينځه فاصلې نه وای
ما به درنه سر صدقه کړی وو
تا ته که پېغور د زمانې نه وای
نو په دې وپوهېږه چې زه به پر ځان ډېرې خوارۍ تېروم او ډېر تکليفونه به ګالم چې نور دې د تل لپاره د زړه له تله وباسم، او وايم به چې:
بيا به دې نوم په خوله وا نه خلم
که د شيدو پر سر پېروی شي مينه