نن داحساس ما شوم له ما شهدو شکرې غواړي
ځکه مي زړه درسره څو پټې خبرې غواړي
که مي ژړل کله نا کله ګوره ګرم مي نکړي!
چې ستا ګریوان رانه سپیڅلې ملغلرې غواړي
زه له غزلې جوړولای شم تعویز دمینې
مګر دا کار رانه نظر دجادوګرې غواړي
چې دبیلتون شپه شي نږدې دپیوستون ګهیځ ته
دیون بلا وې له تیارو خپلې بوغرې غواړي
پر غماز هم اوس ددې کلي زمکه تنګه شوله
ځي بالا تښتي څو څپیړې زورورې غواړي
زمونږ دسمون دپاره ښه دى لږ د هجر دوزخ
څوک چې سره زر کشته کوي انګار دسرې غواړي
حقیاره څه وا یې چې ګډ یې دالهام په ژبه؟
لکه چې خیال دي الوتلو ته وزري غواړي