ما ته ښې ښكارېږي مازديګر اوبه
څومره رنګينې وي د ګودر اوبه
څښمه تر هغو به ستا د شونډو جام
څو چې را رسېږي د كوثر اوبه
مونږ به رسوو بيا له اټك څخه
ټولې پښتونخوا ته لر او بر اوبه
پايي دا نړۍ به تر شپېلۍ پورې
بيا به كاڼې بوټي شي هم غر اوبه
ټولو دښمنانو ته به يو شو مونږ
بيا به د دښمن كړو زور او زر اوبه
لاړ به شي شيدا وروسته په خپله لار
غواړې يو ګيلاس دا مسافر اوبه