زه ستا په انتظار وم ته ولې نه را تلې؟
ولاړ پر لویه لار وم ته ولې نه را تلې
هر ځای راته سور اور وو په هیچا مي هم وړ نه ووت
بیخي ډیر نا قرار وم ته ولې نه را تلې
بې تا لکه ماهى چې له اوبو کړي څوک دباندې
همدا ډول ناچار وم ته ولې نه را تلې
له خوبه له خوراکه له چښاکه وم لویدلى
دعشق په رنځ بیمار وم ته ولې نه را تلې
هر چا دشک په ستر ګو په ځیر ځیر را ته کتلو
چې ستا په تهمت بار وم ته ولې نه را تلې
ما کومه ګناه کړې وه چې دومره دي زهیر کړم
ستا زوړ شنا خته حقیار وم ته ولې نه را تلې