چلم د بحث خبرې وكړې له نسواره سره
نسوار په قهر ځواب وركړ له يو واره سره

دغه چلم نسوار ته وويل زما زور وګوره
خېټه مي ډكه له اوبو په سر مي اور وګوره
 
په فرشو ګرزم سرداران راته نسكور وګورو
كيف مي غايب دى زهر مي ځي له كپچه ماره سره

چلم د بحث خبرې وكړې له نسواره سره

دغه نسوار چلم ته وويل زه عزت لرمه
له ملايانو سره ډېر مينه و محبت لرمه

په جېب كې پروت يم په پرده كې پټ صورت لرمه
خان او ملا يمه پاس ايښى له دستاره سره

چلم د بحث خبرې وكړې له نسواره سره

دغه نسوار چلم ته وويل زما حال وګوره
خول مي د زرو بل په غاړه مي دسمال وګوره

په ډېر عزت كې مي راكاږي ما فيلحال وګوره
زه دي تربور يم سيالي كړمه ستا له پلاره سره

چلم د بحث خبرې وكړې له نسواره سره


ورځ خو باقي وه چې نسوار او چلم شرعه وكړه
يوه ورځ كامله دوى سبا تر مازديګره وكړه

تمام عالم ورته كاته نسوار ترې وګټله
چلم يې پړ كړ زېړې سترګې له ګفتاره سره

چلم د بحث وكړې له نسواره سره