نه یو لا څښتن مونـــــــږه د خپـــــل فـــــکر
ســـوزولـــه ګورګین اوله مغــــل فــــــکر


ولاړکـــــه لــــه وطنــــــه دمورچــــل فـــکر
رابـــه شي پـــه خپــــــــله دمحــــــل فـــــکر

 
لمرستوري سپوږمۍ به مو ملګري شي
شي که مو د علم هـــــر وخــــت مــل فــــکر


دغه تیارې شپې به مو روښــــــانــــــه شي
ومـــــو رسوي کـــــه تــــــــر منــــــزل فـــکر

وي جـــګړه د درد او افــــتـــونـــــــــــو مــور
ویــره کړي پیـــــدا راوړي دبــــــــل فـــکر

خنـډ دترقۍ لــــــــرې کېـــــدلـــــى شـــــي
دا د ویجــــــاړتیا کـــــه شي بـــــدل فــــکر

مخــــکې له هر کار او لــه اقـــــدام څخــه
وکړو باید ښه ،مــــــــونـــــــږه اول فـــــکر

شي به د کابــل غرونـــه مــــاڼۍ،مـــــاڼۍ
وي چې اې بختیـاره ! پل پــــه پـــل فـــکر