د مينې په اورو به سوځېدم پروا مي نه وه
جانانه! په خندا دي ځوريدم پروا مي نه وه
چي سترګي به مي كله ستا ليدې غم به ستي كړم
په زړه هره شېبه سورى كېدم پروا مي نه وه
سپين مخ بـــه دي راوا ړاوو شيرينه په ژړا وم
هغه ساعت چې څومره كړيدم پروا مي نه وه
اسمان او ځمكه ټول رانه خپه وو خو زه خوښ وم
تهمت كي به دي ګله رنګېدم پروا مي نه وه
په لاس كي درته پروت واى هره ورځ به مو ديدن وو
لړزاند لكه بنګړى به شرنګېدم پروا مي نه وه
الفت كې مي دي ياره دغه ټول بدن زخمي واى
طبيب ته به هر وخت حاضرېدم پروا مي نه وه
چې ته واى پرې خوشحاله زه دي ټول درته لوګى واى
ورو ورو به لكه شمعه ويلېدم پروا مي نه وه
دا ستا په محبت كې د مجنون په رنځ اخته واي
اسير به دي كوڅه كي ژړېدم پروا مي نه وه