ته ورځه غمازه دې سودا ته پل بازار ګوره
زما د جانان چم نه د وتلو بله لار ګوره


چا درته ښودلي دا كوڅې د سوداګرو دي ؟
يا تښته له دې ځايه او يا ټينګ شه زما ګذار ګوره


داسې ډېر ارمانونه شول زمونږ د كوڅو خاورې
پاتې يې هډونه شول سرونه يې منار ګوره


نن كه مو په هر نامه په كاڼو باندې ولې ته
وخت ته انتظار كوه او پاتې زمونږ وار ګوره


دا ياغي كاروان په دغو لارو باندې تلى نشي
ورك دي له كاروانه دغو دښتو كې ايسار ګوره

 
بس دغو سودا ګرو مونږه پيدا كري
ښه يې عتيق ويني د پښتون دا كارو بار ګوره