وایي چې لیوني په کلي پورې خندل اوکلي په لیوني پورې.


نوید دکلي اوسیمې خلکو ته په یو عجب اوغریب نظر کتل دهغوکړه وړه ناسته ولاړه جامې اوعادتونه یو نوى جهل ورته ښکاریده ؟


دکلیوالو لپاره نوید ښه دټوکوټکالو موضوع وه.

دهغه نیمه ماته پښتو نیم لنډ نیم اوږده وېښتان په مخ باندې دکریمو او پوډرو رنګینه جلوه او په غاړه کې نری دسرو لاکیټ هغه دچاخبره نیمه ننداره وو.

 
نوید چې په واشینګټن کې زیږیدلی او لوی شوی وو دوطن ګرمي یې په پستوکې باندې داسي لګیدله لکه دلړمانو لشې.


هرمازدیګر به یې په زړه دواشینګټن شبنمي باران اورېده خپل پلرنی کلی داسي ورته ښکارېده لکه ګور . نه په کې دچکرلپاره مناسب ځای وو اونه یې هم د پاپ موسیقي غږیدلو ته لاس رسیده .


هغه چې به خپل پلار دکلي له مشرانو سره دجمات ترمخ دخاورو په ټپ ناست ولید نولیونی به ورته ښکاره شو.


چې په کلي کې به یې ښه زړه تنګ شو نو بېرته به دماما کورته راستون شو او په هما به یې یوڅه سترګې خوږې شوې .

خوهما هم لکه دانځر ګل لیدل یې دومره اسانه نه وو.

 
هماد نوید دماما لور وه چې اوس یې کوژدنه هم وه .

په دانیږدې ورځو کې یې واده وو د هم دې واده په خاطر نوید او پلار یې له امریکاڅخه راغلي وو .


هغه ورځ چې نوید دماما کره راغی او مامۍ یې په کورکې نه وه نو ده ته هم وخت غنیمت ښکاره شو دهما-هما چیغې یې پیل کړې اوچې کله هما راغله نوپه ډیره مینه یې ورته وویل ګرانې سرمې له ډیره درده ماتیږي یوه پیاله کافې ..... نه رښتیا کافې خودلته نه پیدا کیږي تور چای را دم کړه هما په چایو پسي ولاړه او نویدکوټې ته ننوت ایله دانن یې هما په ډکو سترګو لیدلې وه .

دهغه زهن لاد هما دتصویر په زخیره کولو بوخت وو چې هما د چایو چاینکه ترمخ ورته کیښوده .

هما غوښتل چې له کوټې څخه ووزي خو نوید یې دټیکري پلو ونیو هما یوځل خپل پلو ته وکتل اوبیا یې له نوید څخه وپوښتل نور مو څه شی غوښتل ؟؟

نوید ویل :

نه ګرانې یوڅو لحظې راسره کښېنه ته ولې له ماڅخه دومره تښتي؟؟؟

 
هماچې یونظر یې دکوټې په کړکۍ کې وو له دې ویرې چې څوک رانه شي په ډیره مینه یې ورته وویل :

ګرانه پلومې پریږده زموږ لا واده نه دی شوی که چا ولیدم درسوایې نوم به مې ولاړشي .

نوید  لکه ماشوم په نیمه ماته ژبه یې ورته ویل : د څه رسوایې هغه دی څو ورځې وروسته مو واده کېږي نوڅه کېږي که یوڅو لحظې مې په خواکې کښینې اویا لاس رانه تاوکړې؟

 
هما چې په سینه کې یې دزړه درزا ټول رګونه راویښ کړو په مینه یې ورته وویل:

 ګرانه له واده نه مخکې څنګه لاسونه درنه تاو کړم داسي خوچیرې هم نه دي شوي ؟


نوید لا هم دهما له سترګو سترګې نه کیښلې ګرانې ولې نه کیږي ؟


ته پوهېږې په نوره نړۍ کې هلک اونجلۍ له وادنه مخکې ليرې ليرې ځایو ته په چکرځي په یوو رسټورانټ په یوه کوټه کې سره اوسي.

 
هما چې دنوید په مقصد پوه شوه او دهغه په سترګو کې یې دغرب خیالونه په ځنګېدو ولیدل .


ورته مسکۍ شوه ورو یې دهغه له ګوتو څخه خپل پلو وکیښ بیا یې ورته وویل:

 ګرانه موږ هغسي نه یو دلته کله ناکله سړی په یو نظر کـتو هم وژل کیږي چای دې درواخله چې سوړ شو زه ځم چې دکورکارونه مې پاته دي

 

 

 

 

د لمنې په روى په تبصرو كې د كلام او قلم عزت وساتئ. د پېزوان اداره