مورې ماته سترګې راتورې کړه رنجلونې او سلايي مې راوړي دي.
 په داسې حال کې چې بهېدلې او ښکې يې په لستوڼې پاکولې دپزې پورته کشولو سره يې په زوره اسوېلى له سلګۍ سره غبرګ وکيښ.
او په ماشومانه څهره يې داوښکو لړۍ نور هم زور واخيست او غټه غټه ساه يې اخيسته لکه دژوند مزلونو چې  په سلګو سر کړې وي.
هو دې ژوند هم له سره شروع کړى وو.  خو دسلګو ژوند ورسره  په ازل کې ملتيا درلوده.
لښتي  غټې تورې سترګې جګه نرۍ پزه درلوده .
ګردۍ خو له غمو ډکه څهره يې زړه راکښونکې وه  دا دمور يوازينۍ لور وه مور يې هيڅ نه درلودل  .
چې سهار به شو مور به لښتې ته ناره کړه!
لورکۍ وه لورکۍ !!
رنجلونې او سلايي راوړه چې ستر ګې دي  درتورې کړم .
زما دسترګو توره هغه دتېلو ښيښه هم راواخله لښتې به هم په لوړاواز دمور خبرو ته  د ښه  ده مورې دروړم يې ځواب ورکړ او پداسې حال کې چې دپښو خرپی  او د پاوليو شرنګي به يې زوږ  جوړ کړ مور ته به ودرېده او سمدلاسه به يې دلاس په لګولو خپلې مور ته مخ په ماشومانه انداز ورنژدې کړ او دسترګو په رپ، رپ کشولو به يې پيل وکړ .
خو مور به په مينه ناکه خندا ورته وويل:
لورکۍ !! ولې بېرېږې ؟  او دغاښو په ټينګولو به يې پر تندی مچ کړه تا نو زه خوږوم او سلايي به يې دستر ګو تر کونجانو نوره هم ورتېره کړه او په غټو تورو سترګو به يې لکۍ جوړه کړه.
ددويم وار لپاره به يې سلايي ژبې ته يووړه او لنده به يې کړه په لندولو سره به يې دلښتې پر تندي درنجو تور خال ور کښېښود. او دخدايه ( ج )  له بدو سترګو يې وساته په ويلو سره به يې دلښتې پر سر ټيکرى ور کش کړ .
لښته به هم په ماشومانه انداز تر سرای په منډه ووته يو وخت ماښام چې د ډوډۍ تر خوړلو ورسته لښتې مورته دنقل ډېر ټينګار وکړ چې مورې ماته نن شپه يو نقل وکړه زما نقل ته هوا کېږي.
مورکۍ ورته نقل شروع کړ خو چې نقل نيمايي ته نه وو رسيدلى پر لښتې خوب خپل څادر خپور کړی وو .
مور يې  وويل : خدايه!  زه نقل ورته کوم دابيده شوه مه يې کوه نجلۍ ده ستړې شوې به وي تمامه ورځ ځغلي په ويلو نقل پريښود او پر سر يې تلتک را کش کړ.
 دتلتک په کشولو سره ته به وا اجل ورته په تلتک کې غلى وو او يا يې ددې نقل ته غوږ نيولى وو حمله پر وکړه.
 دې ديوه زورور  آه !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
په ويلو سره لښته يوازې  پرېښوده خو لښته بيا دماشومتوب په نشيځ خوب ويده ده چې سهار شو لښته له خواږه خوبه راپورته شوه خو مور يې ويده وليده .
لښتې نه غوښتل چې مور راويښه کړي دمخ له  مينځلو وروسته يې ژر ، ژر سلايي او رنجلونې راواخيستل  او دمور سر ته ودرېده.
مورې !!! مورې !!!
خو مور ورته هيڅ غږ نه کوي ځکه چې دهغې ژبه مرګ تړلې ده .
دې دتلتک په پورته کولو سره دا خبره زمزمه کوله مورې مورې ما رنجلونې او سلايي را اخيستي دي ستر ګې را تورې کړه .
خو مور يې دمرګ په درانه خوب ويده وه .
لښته په چيغو سر شوه مورې ولې غږ نه کوې او په منډه يې دکور څنګلورې راخبر کړل چې راغلل دلښتې مور دمرګ تر کومې وتلې وه .
چغارې شوې.
وۍ دا خو مړه ده هلئ  ژر کوئ کليوال خبر کړئ.
خو لښته چې تر اوسه په مرګ نه پوهېده او نه يې مرګ پېژانده له مور يې دسترګو توريده غوښته .
جنازه هدېرې ته يووړه شوه او مور يې تر شرنګي لاندې شوه خو لښتې داځل هغه ډول په قراره مور نه غوښته داځل يې دسر ټيکرى پر لار په داسې بغاروسره چې ټول کليوال يې وژوړل دمور قبر ته راغله او رنجلونې سلايي يې ټينګه په لاس کې نيولې مورکۍ وه
مورکۍ مه ځه ماته ستر ګې را تورې کړه په ويلو قبر ته دېره شوه او هر ګړۍ له مورکۍ دسترګو تورېده غواړي.