راجمع شئ ملګرو دپردې خبره ده
چې زړه رانه چا وړى دهغې خبره ده

 
پرون ستا سو دكلي رقيبا نو جرګه وكړه
په ما او په تا داوړو ددعوې خبره ده

 
ته بله را ته وكه چې زه بله درته وكم
ماـ ناـ او تا نيولې دبوسې خبره ده

 
با ڼه يې تيارسۍ كړه او لښكر دتورو زلفو
زما دزړه پر سيمه دحملې خبره ده

 
مسكۍ شي دحيا نه چې كوكۍ را كړي شرره
بس خوښه مي له هر څه نه په دې خبره ده

د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري