سيد
ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه
خــــــــبـــر تـــــيــــاوې
ناروې مېشتو ليکوالو د ارواښاد خادم ياد ونمانځه
لکه څنګه چې په ناروې کې يو شمېر مېشتو فرهنګيانو او فرهنګپالو د تېرې مياشتينۍ (ادبي ناسته)په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د راتلوونکې ادبي ناستې غونډه به لوی مفکر، عالم ،اديب او فلسفي ليکوال او شاعر ارواښاد استاد خادم ته ځانګړې وي ٠ له ښه شامته چې د ادبي ناستې فرهنګي او فرهنګپالو غړو د ستر حقدار ارواښاد خادم بابا ٢٩ تلين ياد ،د کړي هوډ له مخې نن د خوږ ژبي شاعر رياض نانيخېل په کوربتوب ديوې درنې غونډې په ترڅ کې ونماځه٠ نوموړې غونډه د دود له مخې د سترګور ليکوال او سياسي شنوونکي استاد قريب ال
د ندا ساپۍ ناول چاپ شو
دمېرمن کلتوري – ټولنيز بهير له خوا (په سترګو کې ليکل شوې افسانه) ناول د۱۳۸۷ کال په زمري مياشت کې چاپ شو. دغه ناول دمېرمن کلتوري – ټولنيز بهير فعالې غړې اغلې طوبې ندا ساپۍ ليکلی دی ، ندا ساپۍ ښه شاعره او کيسه ليکواله هم ده او دمېرمن بهير داوونيزو غونډو رپوټونه هم ليکي . په سترګو کې لېکل شوې افسانه د ندا لومړنى ناول دی چې په ۱۰۰ مخونو کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر له چاپه راووت د کتاب دکمپوز چارې
ښكلا مجله - پرلپسې ۳۴ او ۳۵ ګڼې تازه چاپ شوې
په كندهار كې د بېنوا فرهنګي ټولنې له خوا د خپرېدونكې دوې مياشتنۍ مجلې (ښكلا) ۳۴ او ۳۵ ګڼې تازه چاپ شوې. دا ګڼې يو لړ ښكلې او معياري ليكنې، مركې، شعرونه او راپورونه لري چې د مينه والو تنده پرې م
پښتو ادبي قنديل مشاعره وكړه
تېره شپه په جنوبی پښتونخوا هندو باغ ښارګوټي کې دپښتو ادبي قندیل ټو لنې له لوري یوه په زړه پورې مشاعره وشوه. ددې مشاعری پیل ديادې شوې ټولنې د يو تن غړي محمدعلي عمري له خوا دقرآن کریم په سپیڅلو آیتونو سره وشو او وروسته مشاعرې ته دجنوبي پښتونخوا له بېلا بېلو ځا یو نو ځخه راغلو شاعرانو خپل خپل شعرونه واورول او دمشاعرې په پای کی دمشاعرې دروند میلمه ښاغلي استاد علي خان صاحب دپښتو ادب
ناروې کې مېشت ليکوال د ستر استاد خادم بابا ٢٨م تلين لمانځي!
په ناروې کې يو شمېر مېشتو ليکوالو ،شاعرانو او فرهنګپالو د تېرې مياشتې د ادبي ناستې د پرېکړې له مخې پرون خپله نوبتي ادبي ناسته د مبارک تلاوت او د وتلي او منلي ليكوال استاد محمد اصف صميم سره دخواخوږۍ او دعا وروسته د خوږ ژبي شاعر ډاکټر مصطفی امن پر يوشمېر شعرونو د کره کتنې تر سرليک لاندې پيل کړه. چې په لړ کې يې يو شمېر يادو او تکړه پښتنو اديبانو ، ژورنالستانو او د نظر خاوندانو ، په خپل خپل وار د خپل نظر لورونې د ښاغلي امن پر پې
پښتو ادبي قنديل مشاعره جوړوي
دپښتو ادبی قندیل مسلم باغ تر څارنې لاندې بهد اګست په دويم ماښام په مسلم باغ ښارګوټي کې یوه درنه مشاعره کېږيپرون دپښتو ادبي قندیل مسلم باغ دټولو غړیو شاعرانو له خوادټولنې دمشر حاجی عبدا لحق صاحب په مشرۍ کښې یوه غونډه وشوه چې د قران كريم په سپېڅلو ايتونو پيل شوه .وروسته دتنظیم دتګلارې او کړنلارې په اړوند تفصیلي وینا وشوه او ټولو غړیو د ټولنې پر کړنلاره باور او اطمینان څرګند کړ او دا پریکړه یې وکړه چې د اګست په دويم ماښامچې د هفتی ورځ ر
په ناروې كې ادبي غونډه وشوه
په ناروې کې میشتو یو شمیر افغان لیکوالو، شاعرانو او مینه والو د افغان ادبي ناستې تر سرلیک لاندې یو غونډه وکړه . نوموړې ادبې ناسته چې د ښاغلي اټک یوسفزي په دېره کې تر سره شوه، دوه برخې یې درلودې: لومړى پر ادبي او کلتوري مسایلو ژورې او بنسټیزې خبرې وشوې او بیا د منظم پرمختګ او راتلونکې په اړه ځینې پریکړې وشوې .
غم ځپلي انګار صاحب ته
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې د پياوړي ژورنالسټ او ليكوال ښاغلي مجيب الرحمان انګار د ژوند ملګرې د تل دپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټې كړې دي . انا لله و انا اله راجعون . د ننګيال فرهنګي ادبي ټولنې ټول غړي له ښاغلي انګار سره ددغه ستر درد په څړيكو او كړيكو كې ځان شريك بولي . په دې كې شك نه شته چې يوه نه يوه ورځ به موڼږ ټول هم په همدغه لار د تل لپاره له دې فاني دونيا څخه د ابدي سفر په موخه راوانېږو . الله (ج) دي ښاغلى انګ