دمېرمن کلتوري – ټولنيز بهير له خوا (په سترګو کې ليکل شوې افسانه) ناول د۱۳۸۷ کال په زمري مياشت کې چاپ شو.
دغه ناول دمېرمن کلتوري – ټولنيز بهير فعالې غړې اغلې طوبې ندا ساپۍ ليکلی دی ، ندا ساپۍ ښه شاعره او کيسه ليکواله هم ده او دمېرمن بهير داوونيزو غونډو رپوټونه هم ليکي .
په سترګو کې لېکل شوې افسانه د ندا لومړنى ناول دی چې په ۱۰۰ مخونو کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر له چاپه راووت د کتاب دکمپوز چارې پخپله ليکوالې او دډيزاين چاې يې ښاغلي نور علي تسل تر سره کړې دي .
کتاب دافغانستان نامتو ژورنالست،ليکوال او خوږ ژبي وياند ايمل پسرلي ته ډالۍ شوی .
دناول په پيل کې دمېرمن کلتوري ټولنيز بهير ياددښت خپور شوی او بيا دناول ليکوالې دکتاب په اړه څرګندونې کړې دي .
دناول پيښي د يوې افغانې پېغلې په ژوند راڅرخي ، چې دوخت له نا خوالو سره مبارزه کوي .
مېرمن کلتوري بهير همدا اوس په يو شمېر پروژو کار کوي چې د فولکلور راټولول ، د افغان مېرمنو ليکوالو اوشاعرانو دتذکرې ليکل او خپرول،دماشومانو داثارو راټولول او ځينې نور کتابونه پکې شامل دي .
دمېرمن کلتوري- ټولنيز بهير يو خبر ځای وايي چې مېرمن کلتوري بهير او ميدوتيک په پام کې لري په نږدي راتلونکي کې ددغه ناول دمخکتنې غونډه جوړه کړي.