يو خوا غربت بل خوا جانان په مونږه لوبې وکړې
بل خواته غله، بل خوا در بان په مونږه لوبې وکړې
د وطن للمي مو اوبه نشوې په وخت او زمان
يو خوا سېلاب بل خوا باران په مونږه لوبې وکړې
ډيرو سرفه ونکړه زمونږ په دا مظلومو خلکو
يو خوار اغيار بل خوا نادان په مونږه لوبې وکړې
په هرقدم کې د ليوانو په پنجو کې ګير شو
حفيظ ملياره! دې کاروان په مونږه لوبې وکړې 
29.08.2008
- سيد شاه سقيم
دمېرمن کلتوري – ټولنيز بهير له خوا (په سترګو کې ليکل شوې افسانه) ناول د۱۳۸۷ کال په زمري مياشت کې چاپ شو.
دغه ناول دمېرمن کلتوري – ټولنيز بهير فعالې غړې اغلې طوبې ندا ساپۍ ليکلی دی ، ندا ساپۍ ښه شاعره او کيسه ليکواله هم ده او دمېرمن بهير داوونيزو غونډو رپوټونه هم ليکي .
په سترګو کې لېکل شوې افسانه د ندا لومړنى ناول دی چې په ۱۰۰ مخونو کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر له چاپه راووت د کتاب دکمپوز چارې...
31.08.2008
- سيد شاه سقيم
لکه څنګه چې په ناروې کې يو شمېر مېشتو فرهنګيانو او فرهنګپالو د تېرې مياشتينۍ (ادبي ناسته)په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د راتلوونکې ادبي ناستې غونډه به لوی مفکر، عالم ،اديب او فلسفي ليکوال او شاعر ارواښاد استاد خادم ته ځانګړې وي ٠ له ښه شامته چې د ادبي ناستې فرهنګي او فرهنګپالو غړو د ستر حقدار ارواښاد خادم بابا ٢٩ تلين ياد ،د کړي هوډ له مخې نن د خوږ ژبي شاعر رياض نانيخېل په کوربتوب ديوې درنې غونډې په ترڅ کې ونماځه٠
نوموړې غونډه د دود له مخې د سترګور ليکوال او سياسي شنوونکي استاد قريب ال...