ستا په اننګو کې چې د چا د وينې رنګ دی
زما د پاکې مينې حقيقت پکې څرګند دی
ما وېل سترګې دي خوږې دي
دې وېل تورې په رنجو دي
ما وېل مينه دي سور اور دی
دې وېل يار زما ملنګ دی
ما وېل زما سره اشنا شه
دې وېل زموږ کلي ته راشه
ما وېل مينه رسوا کېږي
دې وېل دا دمينی خوند دی
ما وېل ښکلې دي ځواني ده
دې وېل مينه رسوايي ده
ما وېل زه دي لېونی کړم
دې وېل يار مي غنمرنګ دی
ما وېل سپينه خوله دي راکړه
دې وېل مينه کړې بې باکه
ما وېل زړه ته مي نژدې يې
وېل زه شمع يار پتنګ دی
ما وېل راشه مازديګر ته
دې وېل دربه شم ګدر ته
ما وېل لاره به دي څارم
وېل منګی مي شين په څنګ دی
24.08.2008
- سيد شاه سقيم
جانان بې جا مه لکه خان چې بې ستر خانه ګر ځيزړه چې مين نه وي هندو دى بې ايمانه ګرځي
انسان له څا روو ځناورو څخه عشق بېلويڅلوربول ځکه بې هدفه بې ارما نه ګرځي
دليونو په قا فله باندې ورګډ کړم ضميرهغه ورکېږي چې يواځې بې کاروانه ګرځي
قا صده ! ورشه پيغام وروړه مسيحا دوخ...
29.08.2008
- سيد شاه سقيم
دمېرمن کلتوري – ټولنيز بهير له خوا (په سترګو کې ليکل شوې افسانه) ناول د۱۳۸۷ کال په زمري مياشت کې چاپ شو.
دغه ناول دمېرمن کلتوري – ټولنيز بهير فعالې غړې اغلې طوبې ندا ساپۍ ليکلی دی ، ندا ساپۍ ښه شاعره او کيسه ليکواله هم ده او دمېرمن بهير داوونيزو غونډو رپوټونه هم ليکي .
په سترګو کې لېکل شوې افسانه د ندا لومړنى ناول دی چې په ۱۰۰ مخونو کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر له چاپه راووت د کتاب دکمپوز چارې...