جانان بې جا مه لکه خان چې بې ستر خانه ګر ځي
زړه چې مين نه وي هندو دى بې ايمانه ګرځي


انسان له څا روو  ځناورو څخه عشق بېلوي
څلوربول ځکه بې هدفه بې ارما نه ګرځي


دليونو په قا فله باندې ورګډ کړم ضمير
هغه ورکېږي چې يواځې بې کاروانه ګرځي


قا صده ! ورشه پيغام وروړه مسيحا دوخت ته
چې دلته ډېر خلګ بې وزلي بې درما نه ګرځي


دپر دېسۍ دا کرغېړن سفر به کله لنډ شي ؟
زموږ په کلي کې در خو بی ادم خانه ګرځي


حقيار کمزورى دى خو بيا هم بی غيرته نه دى
چې دمحبوبي له کو څې به په اسانه ګرځي