زما پر سينه باندې قدم ږدي او زما ورور قتلوي
دا بشر دوسته هر بشر په داسې تور قتلوي
له دې سړي د ركنيت پوښتنه ځكه كوو
چې دې وطن ته خاموشي راوړي او شور قتلوي
لكه قضا لمونځ مي را ګرزوي په هر ساعت كې
ما ورولي او په ما بېرته زما ورور قتلوي
زه يې د سر صدقه غواړمه له خپله ځانه
جانان پښتون دى ځكه ما پرېږدي لاهور قتلوي
د مېلمه پالي تر څادر لاندې شته داسې مېلمه
چې په پښتون باندې يو څو پښتانه نور قتلوي
په هر سخته كې مو ستا مرسته هيڅ وو نه ليده
بس ما نصرت دوى همېشه په دې پېغور قتلوي 
24.08.2008
- سيد شاه سقيم
وړاندي تردي چې دي سوال ته ځواب ورکړو چې اياحجاب _پرده _ ديوه هيواددپرمختګ مانع دي که نه؟ لومړي بايدداوپيژندل سي چې حجاب څه دی؟ځکه ددې پرته چې وپوهيږوحجاب څه دی ، نه سوکولاي هدفونه،ګټې اوزيانونه يې وفهموو، ددې ترپوهولووروسته بايدتصميم ونيسوچې کوم پرمختګ موږغواړوپه لاس راوړوـحجاب په آري ډول عربي لفظ_ويی_ دي، چې موږکولاي سوپه پښتوکي يې په پرده باندي هم يادکړوـپه قرآن کريم کي دحجاب کلمه په داسي ځاي کي ياده سوي چ...
24.08.2008
- سيد شاه سقيم
جانان بې جا مه لکه خان چې بې ستر خانه ګر ځيزړه چې مين نه وي هندو دى بې ايمانه ګرځي
انسان له څا روو ځناورو څخه عشق بېلويڅلوربول ځکه بې هدفه بې ارما نه ګرځي
دليونو په قا فله باندې ورګډ کړم ضميرهغه ورکېږي چې يواځې بې کاروانه ګرځي
قا صده ! ورشه پيغام وروړه مسيحا دوخ...