په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې د پياوړي ژورنالسټ او ليكوال  ښاغلي مجيب الرحمان انګار د ژوند ملګرې د تل دپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټې كړې دي .


انا لله و انا اله راجعون .


د ننګيال فرهنګي ادبي ټولنې ټول غړي  له ښاغلي انګار سره ددغه ستر درد په څړيكو او كړيكو كې  ځان شريك بولي .

په دې كې شك نه شته چې يوه نه يوه ورځ به موڼږ ټول هم په همدغه لار د تل لپاره له دې فاني دونيا څخه د ابدي سفر په موخه راوانېږو .


الله (ج) دي ښاغلى انګار او دده ټوله كورنۍ له دې ته ورته نورو سترو غمونو او دردونو څخه په امان ولري .

له لوى څښتن  څخه ښاغلي انګار صاحب او ټولې كورنۍ ته يې د جميل صبر او خداى بخښلې ته د فردوس جنت غوښتنه كوو .

روح دي يې ښاد وي.


آمـــــــــــــــــــــيــن