په ناروې کې میشتو یو شمیر افغان لیکوالو، شاعرانو او مینه والو د افغان ادبي ناستې تر سرلیک لاندې یو غونډه وکړه .

نوموړې ادبې ناسته چې د ښاغلي اټک یوسفزي په دېره کې تر سره شوه، دوه برخې یې درلودې:

لومړى پر ادبي او کلتوري مسایلو ژورې او بنسټیزې خبرې وشوې او بیا د منظم پرمختګ او راتلونکې په اړه ځینې پریکړې وشوې .

په غونډه كې  برخوالو په یوه خوله وویل چې:

 د دې ادبي ناستو لړۍ به هم داسې په پرله پسې توګه روانې ساتي او په هره میاشت کې به یوه ادبي ناسته کوي په همدې لړ کې پرېکړه وشوه چې :

د راتلونکې میاشتې په ۲۶مه به د ښاغلي فرهنګ پال نعیم ویاړ په دیره کې ورته ادبي ناسته ترسره کېږي.

په همدې ترڅ کې د یاد ژورنالست ښاغلي محمد طارق بزګر په وړاندیز ومنل شوه چې په راتلونکې ناسته کې به د خوږ ژبې ویناوال ښاغلی مصطفی آمن هغه شعرونه تر کره کتنې لاندې ونیول شي چې د دعوت په وروستۍ ګڼه کې په ځانګړي ډول خپاره شوي دي.

تر ژورو خبرو اترو  او لږې دمې وروسته د ادبې ناستې د مشر میلمه ښاغلي انجنیر محمد انعام واک له خوا د ناستې دوهمه برخه یانې مشاعره پیل شوه

چې پکې د ښاغلی اجمل اټک یوسفزی،  ښاغلي مصطفی آمن، ښاغلی پیلوټ فاروق ملاخیل، وړوکی سباوون جان بزګر، ښاغلی واک، او یو شمیر نورو ښاغلیو په خپل وار خپل شعرونه واورول. او د برخه والو په خوښۍ او چکچکو بدرګه شول.

پورتنۍ ادبي ناسته چې د مازدیګر په شپږو بجو پیل شوې وه د شپې پر لسو بجو د ښاغلی نعیم ویاړ په دوعایې پای ته ورسیده