وايي چې يو وخت د سعود عربستان ، ايران او پاكستان ولسمشران جهنم (دوزخ ) ته تللي وو .


دريو واړو په دې موخه چې د خپلو هېوادونو له حالاتو ځانونه خبر كړي خپلو خپلو هېوادونو ته زنګونه ووهل .


خبرې وشوې


په اخير كې چې د پيسو د ادا كولو وخت راغى نو د ټليفون چلوونكي  د سعودي او ايران له ولسمشرانو سل سل روپۍ واخيستې خو چې وار د پاكستان د ولسمشر راغلى نو يې ترې يوازې پنځه روپۍ واخيستې .


د ايران او سعودي ولسمشرانو جنجال وكړ چې څنګه له مونږ څخه سل سل غواړې او د پاكستان له والا پنځه روپې غواړې ؟


د ټليفون چلوونكي ورته وويل چې :


له دوزخه دوزخ ته لوكل دى.