ما چې به تا ته پرې غزل ليكلو
ما به چې ستا په نوم را پورته كړ تل
په سپين كاغذ به مي كتار كړل رنګا رنګ ګلونه
ستا د د زړګي د خوشحالتيا د پاره
ما وېل كه ته چرته خوشحاله شې موسكۍ شې راته
او زما د ټول عمر سودا لنډه شي
خو دا يو خيال وو هسې
تا به همېش زما په غزل پورې خندا كوله
تا ته زما مينه چټي ښكارېده
خو زه د خپل اخلاص ښكار شوى ومه
له مجبوري بل هيڅ را پاتي نه وو
سپېره قسمت ته مي ښېرې كولې
تل به سوچو په مخه كړى ومه
د بري لاره راته نه ښكارېده
اوس كه ليكونه غواړې
كه سره ګلونه غواړې
زه يې په څه وليكم ؟
د كاغذ پاڼه خو سېلۍ د بېلتانه يوړله
قلم له ما څخه
د كوز كلي شاعرې يووړ