وايي چې په کابل جان کښې يو کابلى او هندو سره ډېر ښه ملګري وو.
يوه ورځ د دواړو پر دې شخړه راغله چې کابلي ويل زما خداى (ج) لوى او طاقتور دى او هندو ويل چې نه زما بګوان تر ټولو لوى او طاقتور دى.
خو اخېر پردې خبره يې سره اتفاق وکړ چې:
مونږ دواړه به دبام له سر څخه ځانونه را وغورځوو که هر څوک ډېر ژوبل شو نو د هغه خداى به لوى او پياوړى نه وي.
بلااخره اول هندو ماما د بام سرته اوچت شو او ډېرې دوعاګانې يې وکړې.
او د بګوان بګوان نوم يې څو ، څو ځله واخيست او ځان يې را ګزار کړ.
خو بلکل يو زره هم ژوبل نشو.
اوس د کابلي ماما نوبت شوو چې رنګ يې لا د مخه زيړ شوى وو خو په ډار ډار دبام سر ته وخوت او ډېرې دوعاګانې يې وکړې چې خدايه! ژوبل نشم او ونه شرمېږم په دوعا ويلو ، ويلو کښې يې د هندو نه بلې خوا ته مخ واړاوو او د ځان سره يې په ټيټ اواز وويل چې:
( بګوان بچيش تو هم فکرت با شد )
او بيا يې ځان را ګزار كړ .