څه وكړمه غلى شه ارمانه رانه وركه ده
نه دى پوره دغه كار له مانه رانه وركه ده
نوم د كلي كور او د هغې ښكلې مي نه دى زده
وپوښتم په اړه يې له چا نه را نه وركه ده
ستا ترخې خبرې او د ګرانې شرابي موسكا
كوم يو په كښې خوښ كړم ملا جانه رانه وركه
تانده پېفله اوښكه وه څيرم دي لټوومه يې
تا ته در روانه وه ګرېوانه را نه وركه ده
ستا د سيم او زر د خاوندانو تر سايه لاندې
چاته سجده وكړمه سبحانه رانه وركه ده
زړه مي د څټك او د سندان تر مينځه ورشي چې
شونډه په غاښ ټينګه كړي نا دانه را نه وركه ده
بڼه دې الوتې ما سقيم اشنا ته وويل
غلي غوندې وويې ويل ګــــــــــــــــــــــــــــــــرا نه رانه وركه ده
كه غواړئ غزل د ولولې تنها په اواز كې واورئ نو دلـــــــــــتـــــه وټوكئ