لکه دين لکه ايمان دومره دی ښکلی
لر او بر پښتونستان دومره دی ښکلی


نه ځايږي په الفاظو کې ښايست يې
لکه سترګې د جانان دومره دی ښکلی


ته به وايې چې په لاس دی انځور شوی
ورته ګوره هر افغان دومره دی ښکلی


د نړۍ دنګې ماڼۍ ورنه شرمېږي
لوړ شمشاد لکه اسمان دومره دی ښکلی