په ډيره حيراني سره مو په بينوا ویبپاڼه کې د ميرويس جلالزي له خوا دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په نوښت د جوړې شوې رڼا مشاعرې  په اړه په لیکل شوي خبر کې ولوستل چې ګویا دا بهیر د فرانسې ددولت په مالي مرسته منځ ته راغلی.
میرمن بهیر تیر کال د غبرګولي په میاشت کې د یو شمیر با احساسه افغان میرمنو په نوښت او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو جوړ شو . 
میرمن بهیر د ځینو پروګرامونو لګښتونه د غړو له ونډو او یو شمیر افغان فرهنګپالو له مالي مرستو څخه برابروي ، له وخت څخه په ګټه اخیستنې له هغو وطنپالو او فرهنګپالو افغانانو هر یوه  دکارتن جوړولو دفابریکې له مشر محترم الحاج عبدالغفور ، محترم الحاج شیرباز کمین زاده ،دهجران الله هجرت له شرکت او د ستاره هوټل له دفتر څخه دزړه له کومې مننه کوي چې د رڼا مشاعرې او نورو پروګرامونو لګښت یې په غاړه اخیستی او له موږ سره یې مرسته کړې ده. 
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په رښتینې معنا یو خپلواک،ناپییلی ادبي بهیر دی چې تر اوسه یې له هیڅ کوم هیواد ، یا موسیسې څخه مرستې نه دي ترلاسه کړې ،او نه دکوم هیواد او انجو دمشروطه مرستې د منلو نیت لري .میر من بهیر آن د خپلو اوونیزو غونډو لپاره ځای نه لري او تراوسه پورې یې خپلې غونډې په څومختلیفو ځایونو لکه  داطلاعاتواوکلتوروزارت ،داستقلال په لیسه کې د فرانسې فرهنګي مرکز او دپوهنې وزارت په کلوپ کې جوړې کړې دي . 

په دې توګه له ټولو هیوادوالو ، ملي پانګوالو اوفرهنګپالو څخه هیله لري چې دمیرمنو شاعرانو او لیکوالو د کتابونو دچاپ او نورو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو په برخه کې له خپلو خویندو سره مرسته وکړي .
ديادونې وړ ده چې د بېنوا وېب پاڼې په دې خبرتيا کې نورې ډېرې غلطۍ هم شته د بېلګې په توګه هغوی په ولسي جرګه کې د خوست د ولايت استازې ساهره شريف پښتنه شاعره معرفې کړې داسې حال کې چې آغلې ساهره شريف شاعره نه ده، د غوره فرهنګيالۍ مډال يې د غوره شاعرې جايزه نومولې همداراز په يوه برخه کې يې ويلي :((د غزني، کندهار او پکتيا ولايت ښځينه شاعرانو لومړی دوهم او دريم ځايونه خپل کړل)). موږ حيران يو چې دې کرښې نه د جلالزي صيب مطلب څه دی ؟ ځکه داسې کوم څه په مشاعره نه و شوي . 
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیریوځل بیا له بینوا ویبپاڼې څخه په ډیر درنښت غواړي چې خپله تیروتنه سمه کړي او په راتلونکي کې له اړوندې سرچینې سره له اړیکو وروسته خپل خبر خپور کړي .
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دارالانشآ

طوبی ندا ساپۍ