زما د ژوند يوه ګلورينه څانګه
چې ورته نوم مي د ځوانۍ ورکړى
هغه هم نن په اسوېلو بدله
هغه هم لاړه په سلګو بدله
هغې هم خپل وجود له لاسه ورکړ
هغې د ژوند د پرمختګ په هيله
د امن ، سولې راوستو په هيله
د ژوند د جوړې جوړېدو په خاطر
چې په کې هر پمن شتمن غوندې شي
چې په کې هر وطن ګلشن غوندې شي
د چا په لاس چې قانون نه شي پورته
د چا د لاسه ژوندون نه شي پورته
څوک پر چا هيڅ د زور باچا نه شي جوړ
څوک د چا هيڅ په زور ګدا نه شي جوړ
خو نه پوهېږم چې برعکس ولې
ژړول د انسانانو
دلته ولې
چې يې نوم هم د اشرف المخلوقات دى
نو بيا ولې يو له بل سره په تراټ دي
د نړۍ له انسان دوستو مي دا سوال دى
ولې هر ځاى له مظلوم سره جنجال دى
او
زما پکې ټولې ځوانۍ خاورې شولې
د پېغلتوب هيلې ترې لاندې شولې
خو بيا هم سوله تل ژړېږي دلته
او را ته هر ظالم قهرېږي دلته
لا خو د خپلې باچاهې په خاطر
زما د ژوند د تباهۍ په خاطر
د نړۍ ټول سرمايه داره خلک
بنياد پرست او منصب داره خلک
د خپلې خوښې راوستو د پاره
د مظلومانو ژړېدو د پاره
چې په ظاهر سره جنګېږي دواړه
خو بېرته دوى سره يو کېږي دواړه
يو راته وايي چې غربت جنت دى
بل راته وايي مظلوميت جنت دى
مونږ د درواغو جنتونه څه کړو
د بل راکړي رواجونه څه کړو
يوه مو لاره د خلاصون لاره ده
هغه د مينې او سکون لاره ده
چې يوه مرغۍ پکې ازاره نه شي
چې يو مېږى په کې بې ياره نه شي
هغه به دا وي چې شو مينه ټوله
کړو له هرچا سره هرځاىکې سوله
ژوندون کړو سوله ـ ښکلا سوله
مينه سوله ـ ادا سوله
په هر څه کې وکړو سوله
او تل ووايو چې
سوله
سوله
سوله
محب الله ښېراز . سويلي پښتونخوا ، سيف الله کـــــــــــــــــــــــلا