
له څه ځنډ وروسته يو ځل بيا د خوست وېب پاڼې د چلوونكي ښاغلي رحيم خان خوستي په زيار د ارواښاد ډاكټر كبير ستوري ټولنيزه ، ادبي ، هنري ، او معلوماتي وېب پاڼه پر ليكه شوه .
تر دې وړاندې ياده شوې وېب پاڼه د ښاغلي خوستي په زيار په دوه زره اووم زېږديز كال چمتو شوې وه چې وروسته د يو لړ تخنيكي ستونزو له امله د انټرنيټ له ليكې وتلې وه . خو د ګڼ شمېر ، پښتونو ليكوالانو ، اديبانو او مينه والو په پرلپسې غوښتنو دا دې برېته پر ليكه شوه .
مينه وال كولاى شي چې دغې وېب پاڼې ته په لاندې درك ځانونه ورسوي .
www.khost-web.net/stori

14.04.2009
- سيد شاه سقيم
څه چې ستا زړه نه غواړي
هغه زما زړه غواړي
نه غوړاي كه وو غواړي
تكه سپينه خوله غواړي
درسته ورځ يې ياد نه يم
ژوند رانه په څه غواړي ؟...
16.04.2009
- سيد شاه سقيم
هغه وخت د غنمو کحطي وه ، ډېرو خلکو درې وخته ډوډۍ دوه او يا يوه وخت ته راټيټه کړې وه . که څه هم له هغه مهاله دادى يوه نيمه لسيزه تېره شوې خو د محمداجان ماما خبره مې اوس هم په غوږو کې انګازې کوي . محمداجان د کلي سپين ږيري بزګر و ، له همدې کبله ټولو ورته ماما وايه . د محمداجان دوه غبرګوني لمسيان وو . د لغمان اوړى ډېر تود وي ، کليوال ډېرى د بيکارۍ په وخت کې ونو لاندې راټول وي . ځينې و...