د تېرپه څېر پرون د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې د ادبي ناستې غړو خپله

مياشتنۍ غونډه وکړه.

دا ځل ځوان او خوږ ژبي شاعر داکتر مصطفی امن د نوموړې غونډې کوربه و٠

پورتنۍ غونډه په ځايي وخت د ماښام پر پېنځو (٥)بجو د ښاغلي نعيم وياړ له خوا د کلام الله په مبارکو اياتونو پيل شوه ، تر تلاوته وروسته د لغمان ولايت د بېوزله ځوانيمرګو شهېدانو کورنيو ته دزغم او صبر دعا وشوه

ورپسې د غونډې وياند ښاغلي مصطفی امن د غونډې پر موخو لنډه رڼا واچوله او تر وينا وروسته يې د مشاعرې لړۍ پيل شوه٠

چې په ترتيب سره دغو ښاغلو په کې برخه واخيسته:

 هنر غيرت، عالمي،سيداجان پکتيان،اسمعيل خان،انجنير شکران الدين يوسفزي،دوست محمد خان ،نعيم خان وياړ، رياض نانيخيل،ډاکتر مصطفی امن،زمری شريفي، غمی امن،اجمل اټک يوسفري او کمکي ريحان جان ٠

د نوموړې غونډې په دويمه او علمي برخه کې پرېکړه وشوه چې په راتلوونکې غونډه کې به د ښاغلي عالمي پر منظوم يون ليک کره کتنه او بحث تر سره کېږي،

 همدا ډول د ادبي ناستې يو بل غړي او د افغان شرق فلم پروډکشن مشر انجنير شکران الدين ژمنه وکړه چې د ادبي ناستي کړنو ته به د افغان شرق فلم په نړۍ وال جال (ويب پاڼه)کې په ژوندۍ بڼه ځای ورکړي٠

پاتې دې نه وي چې د نوموړې ناستې مشر مليمه داځل خوږ ژبی شاعر رياض نانيخل او ارزوونکی يې ښاغلي عالمي و٠

د ادبي ناستې غونډه دشپې پر نهو بجو پای ته ورسېده، هېره دې نوي چې بله ادبي ناسته به د راتلوونکې مياشتې(ډېسمبر) پر شپږمه (٦)د ښاغلي انجينر شکران الدين په دېره کې ترسره کېږي٠