په ټول هېواد او ټولو پښتنو سيمو کې د سولې د لمنې د غوړېدو په موخه له سويلي پښتونخوا څخه خپرېدونکي خپلواکه ، ناپېيلې ، فرهنګي ، ادبي او سياسي دوې مياشتنې مجله سوله د افغان خبريال محب الله ښېراز په مسؤل مديريت وړمه ورځ له چاپه راووته او دا مهال په مارکېټ ننوتې ده .
سولې په خپله لمن کې په ګڼ شمېر ټولينيزو، فرهنګي او ادبي ليکنو ، سربېره سياسي ليکنې ، او موضوعات هم مينه والو ته وړاندې کړي دي .
د سولې چلوونکې ادارې تابيا کړې ده تر څو په نږدې راتلونکي کې په انټرنټ باندې هم سوله تر خپلو مينه والو پورې ورسوي .
د يادونې وړ ده چې په ټولو لويو او وړو پښتني ښارونو کې سوله د هغې له استازو څخه ترلاسه کولاى شئ .
29.06.2009
- سيد شاه سقيم
د ليـــــــــــــــــــمـــــــــــــې درنو مينه والو تاسو ته ښه پته ده چې لنډۍ د پښتني ادب يوه له هغو برخو څخه دي چې د پښتو ادب د ملا د تير رول لوبوي . په دې موخه چې تر خپله وسه مو دغه شيندلى ادب را ټول کړى وي . د ليمې ادارې تابيا کړې ده چې په لنډيو کې د انځوريزو لنډيو د راغونډلو يو لړۍ پيل کړي .
که تاسو د ليمې په لمن کې لاندې لنډۍ ولولئ خپله پوهېږئ چې انځوريزې لنډۍ يا ټپې کومو لنډيو ته ويل کېږي .
تاسو خپلې هغه لنډۍ چې په ياد مو دي او غواړۍ د ليمې پلو ته يې واچوئ ياخويې...
06.07.2009
- سيد شاه سقيم
د ليمې درنې مينه والو !
د ليمې اداره غواړي چې د ( راشئ چې جانان ونازوو )) تر سرليک لاندې په يوه ټول پوښتنه کې جانان ته تر ټولو ښايسته نوم پيدا کړي .
تاسو داسې فکر وکړئ چې :
هغه کس چې تاسو ته تر ټـــــــــــــــــــــــولــو زيات زړه ته درتېرې . هغه خپل خيال ته راولئ ، سترګو ته يې ودروئ ، او بيا ورته په داس...