د ليمې درنې مينه والو !

د ليمې اداره غواړي چې د ( راشئ چې جانان ونازوو )) تر سرليک لاندې په يوه ټول پوښتنه کې جانان ته تر ټولو ښايسته نوم پيدا کړي .

تاسو داسې فکر وکړئ چې :

هغه کس چې تاسو ته تر ټـــــــــــــــــــــــولــو زيات زړه ته درتېرې . هغه خپل خيال ته راولئ ، سترګو ته يې ودروئ ، او بيا ورته په داسې نوم غږ وکړئ چې ستاسو په فکر ترې بل ښايسته نوم نه وي .

بس

هماغه نوم د ليمې د تبصرو په لمن کې وليکئ او په دې توګه خپل او د نورو جانان ونازوئ .

د لېمې چلوونکې ډله