د ليـــــــــــــــــــمـــــــــــــې درنو مينه والو تاسو ته ښه پته ده چې لنډۍ د پښتني ادب يوه له هغو برخو څخه دي چې د پښتو ادب د ملا د تير رول لوبوي . په دې موخه چې تر خپله وسه مو دغه شيندلى ادب را ټول کړى وي . د ليمې ادارې تابيا کړې ده چې په لنډيو کې د انځوريزو لنډيو د راغونډلو يو لړۍ پيل کړي .
که تاسو د ليمې په لمن کې لاندې لنډۍ ولولئ خپله پوهېږئ چې انځوريزې لنډۍ يا ټپې کومو لنډيو ته ويل کېږي .
تاسو خپلې هغه لنډۍ چې په ياد مو دي او غواړۍ د ليمې پلو ته يې واچوئ ياخويې د اړيکو له لارې مونږ ته ولېږئ او يا يې هم د تبصرو پر برخه کې وليکئ . تر څو ستاسو له نوم او ادرس سره خپرې شي .
راشئ چې بسم الله کړو .
خوله به د خداى په رضا دركړم
منګى مې ولې ښوروې لنده دي كړمه
پورې ليلا ګوره چې لمونځ كړي
قبول يې مه كړې تور اوربل په خاورو ږدينه
خدا به دي زلفې په لاس راكړي
ماته د كلي ماشومان دعا كوينه
سپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله
چې تور پېكى په تندي كوږ نه كړې مينه
پېزوان مي ستا په برېت کې بند شو
تر دروازې پورې بندي درسره تلمه
مخ په مړوند کله پټېږي
ظالمه ياره ! سلامي ولاړه يمه
بيا به نرۍ جامې ونه کړم
پرون باران و جانان ټوله وليدمه
سترګې دي مړې راواړولې
لګه ګلاب چې د دوه نيمو ورځو وينه
چارګل په لوړه پوزه خوند كړي
لكه په لوړ چنار چې واړوې شالونه
په چيلم دوې سکروټې کښېږده
چې په لوګو کې درته ډوبه ناسته يمه