ورارې به خاورې وخپل رنګ ته په جذبه کې ګوري
اوس به له ناوې سره څوک په ايينه کې ګوري
شېخه ! يواز هلکان هم ملامته نه دي
شته جنکۍ چې پټې پټې دروازه کې ګوري
پښتون وولس د مشرانو کردار داسې کړلو
چې هر يو څوک يې جنګ فتنه اوس په شمله کې ګوري
يار او ستار سره چې اوسي بس هغه بختور
له دې نه څه سکون به نور په زمانه کې ګوري ؟
اوبه د کلي کړي سعيده ! د شرابو سيالي
د ورځې پېغلې د شپې ستوري په چينه کې ګوري
رياضت د حسن ښکليه ! زه بلا ګردان کوومه
راز د ښکلا دى کنې ستا به څه احسان کوومه
نن دي بيا څه ډول خواږه خواږه ګلاب وکتل ؟
درنه مننه ګل جانانه ! يو جهان کوومه
چې پښتانه د غلامانو غلامي ته بيايي
څه احترام به زه ددې اورنګ زمان کوومه
اوس خو دستور دى ځان په سل رنګه دا خلک لري
پر چا به څه شک د کافر پر چا به څه د مسلمان کوومه
د ښار ملګري مي په دې بولي ساده سعيده !
زه چې خبرې د چارګل او د پېزوان کوومه
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري