ګډ مي شوې په وينه کې خپل ځان کې راته ته ښکارې
خداشته چې په سترګو د جانان کې راته ته ښکارې
سره غرمه کې ته يې . په زېړي مازديګر تا وينم
ستوری شې،سپوږمۍ شې پاس اسمان کې راته ته ښکارې
کله چې يوازي شمه،سر په زنګون کېږدمه
خيال شې تصور شې په ګرېوان کې راته ته ښکارې
ځکه ددنيا له ستمونو فرياد نه کووم
خدايه ! په دې هر سخت امتحان کې راته ته ښکارې
څنګه اوس له تا نه بغير بل چاته زړه ورکړمه
يه جانانه ! خدايږو په ايمان کې راته ته ښکارې
پرته ستا له مخه زه په سترګو بل څه نه وينم
ټولو ښايستونو د جهان کې راته ته ښکارې
زه ګوهر خو ستا له پرښتو سترګو الهام اخلم
ځکه په هر مخ د خپل دېوان کې راته ته ښکارې
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



14.07.2010
- سيد شاه سقيم
ورارې به خاورې وخپل رنګ ته په جذبه کې ګوري
اوس به له ناوې سره څوک په ايينه کې ګوري
شېخه ! يواز هلکان هم ملامته نه دي
شته جنکۍ چې پټې پټې دروازه کې ګوري...
15.07.2010
- سيد شاه سقيم
سقيمه اشنا سلام !ګوره زړګيه ! زه د ماوس په ټکولو ليک درته ليکم ، زړه کې مې دومره زور نه شته ، نه دا ښاپېرۍ پېژنم ، نه يې له ليکنې او کيسې خبر يم ، نه ورسره کوم کار لرم ، که دا کار زموږ کوم ملګري د خوش طبعۍ لپاره کړی وي ، که يې په دې نيت دا کار کړی وي ،چې يوه شېبه د خلکو پام له دې نورو لانجو ګونجو نه واړوي ؛نو خير دی پروا نه کوي ، زه يې هم ډېره جدي نه نيسم ، د نازو انا د فلسفې له مخې چې ژوند د ګل يوه خوله خندېده دی. پرېږده ،چې د يارانو ذهن ريفريش شي ....