سقيمه اشنا سلام !
ګوره زړګيه ! زه د ماوس په ټکولو ليک درته ليکم ، زړه کې مې دومره زور نه شته ، نه دا ښاپېرۍ پېژنم ، نه يې له ليکنې او کيسې خبر يم ، نه ورسره کوم کار لرم ، که دا کار زموږ کوم ملګري د خوش طبعۍ لپاره کړی وي ، که يې په دې نيت دا کار کړی وي ،چې يوه شېبه د خلکو پام له دې نورو لانجو ګونجو نه واړوي ؛نو خير دی پروا نه کوي ، زه يې هم ډېره جدي نه نيسم ، د نازو انا د فلسفې له مخې چې ژوند د ګل يوه خوله خندېده دی. پرېږده ،چې د يارانو ذهن ريفريش شي .
خو که يې موخه دا وي ،چې ما خفه کړي او يا مې د ملګرو له نظره وغورځوي ؛نو خدای دې ورسره پوه شي. هيله دا ليکنه ړنګه کړې ځکه ،چې بيا ورنه کيسې بيخي اوږديږي.
د ښاغلي درمل په وينا
ښکلی که هر دم زړه ماتوي زما پر ما يې څه ؟
کم به د خپل حسن يو غلام کړي ؛نور به څه وکړي
هر څو که ياران خاورې زما په نامه اړوي
هسې به د خلکو راته پام کړي ؛نور به څه وکړي
مينه او درناوی
جلال امرخېل
------------------------------
جلاله ياره تا او د ليمې ټولو مينه والو ته سلام کووم .
جانانه مونږ تل د درواغجنو دروغ ويلي دي خو خلکو مونږ ته دروغجن ويلي .
تېره شپه مي خپل اي ميل بکس کوت ما ويل وګوره که کوم ملګري ياد کړى وې . خو د څو بې مانا اي ميلونو په مېنځ کې چې اکثره يې د بېلابېلو کمپنيو له خوا وي د ټول افغان له خوا هم يو اي ميل پروت وو . ورته سودا مي شوه او په ماوس مي کېکيښ .
اي ميل خلاص شو او د ليمې ويب لاګ د اړيکو له لارې د ښاپېرۍ په نامه کوم چاته راته لېږلى وو . ښه مي پسې ورته سودا شوه .
هم هلته پسې لاړم . خو اي ميل د توقع خلاف وخوت ، ښاپېرۍ تاته ( جلال ته ) ته ليکلى وو .
ورته حيران وم چې . زما او جلال يې نو سره څه ؟
دغه ښاپېرۍ بيا لا څوک ده ؟
ماته يې نو ولي ليږلى دى ؟
هر څه فکر مي وکړ سر مي نه خلاصېده . اخير مي فام شو چې ياره ! دا به غواړي چې دغه ليک يې په لېمه کې ورته خپور کړم . کنې بيا يې نو ولې ماته لېږه ، خو مخامخ به يې جلال ته لېږلى وو .
بس د نر غوندي مي ددې له اي ميل ادرس سره يو ځاى خپور کړ .
تر خپريدا وروسته د ځينو يارانو تبصرې هم را وښوييدې . هر چا له خپل ذوق سره سمه تبصره کړې وه ، ما هم يو په بل پسې خپرې کړې .
په يوه تبصره کې چې ښاپېرۍ په خپله کړې وه داسي ليکلي وو .
((سلامونه! ما دا لیک یواځې رومال پاڼې ته لیګلی دی ،د لیمې چلوونکیه هیځ حق نه لرې چې د چا لیک ته نوم وربدل کړې ما دا لیک یواځې رومال پاڼې ته ولیګه چې عنوان یې داسې دی چې یو شاعر ته رښتینی لیک خو تا دلته په زغرده لیکلي چې جلال ته پرانیستی لیک
توبه
توبه
دا کار درسره نه ښایي
او ته هیڅ حق نه لرې چې زما ایمیل ادرس خپور کړې هیله ده ډیلیټ یې کړې
ښاپیرۍ))
په دې مي هم زغم وکړ . کنې دا خو نو ټولو ته مالومه ده چې ښاپېرۍ خورې اول خو داسي مه کوه که يې کوې بيا نو په شا کېږي مه . ماته خو چې څنګه ليک رسېدلى وو هماغه ډول مي خپور کړى دى .
او بيا ته وايي چې دغه ليک يوازې رومال ته لېږلى دى ، او ته هيڅ حق نه لرې چې زما ادرس خپور کړې .
نو خورې زه خو نه دومره کرامت لرم او نه هم پيرى يم چې تا پېژنم هم نه او اي ميل ادرس دي ترلاسه کړم.
په هر صورت ! زه له ټولو هغو يارانو بيا هم بخښنه غواړم چې ددغه ليک خپرول يې په خاطر غمېدلي وي .
ورور مو
سقيم