زما د قتل په نيت راغله خو زړګى يې يووړ

ژوند يې په سترګو کې رواړى و مرګى يې يووړ

 

بېخي ناځوانه و دا کار خو د کولو نه و

ډېر چې پر قام باندي مين و ها سړى يې يووړ

 

چې له مودو وروسته زموږ پر لوري راغى يو ځل

څنګلوري زموږ پر خاوره نه غوښت چې سپرلى يې يووړ

 

له پردو ځکه ګيله نه کوو معلومه سوه نن

دا خو د کور غل په خبر و چې غمى يې يووړ

 

خلګ ماتم کوي پر مړي چې ښخېږي کله

موږ ورته ګورو هديرې ته يو ژوندى يې يووړ

 

ابدال خو هسې ستاد مينې دعوه ګيره نه دى

د نښانې په ډول ستا د لاس بنګړى يې