دزړه پرهرکې مي ستا درد او یاد ودان دي راته
زه یم یوازې مګر دوى دواړه یاران دي راته
وختونه تېرشول بلا ډېر څه مو تر شا پرېښودل
هر څه اسان دي مګر ستا هېرول ګران دي راته
په بېرته تللودي له ځانه سره هرڅه یوړل
يوازې پاتې خو دي بیالیده ارمان دي راته
موږبه یوځای شوكه خدای غرونه په سیندونو یوسی
لکه اغزنه كرښه دوی ولاړترمیان دي راته
جانانه ! ستایادونه هم بې له مانه دي خوشحال
چې څومره لاړشي هومره بېرته راروان دي راته
تا به وای حس کړی زماغم که ته شاعره وای
یادبه دي وم تل ته به زماله زړه خبره وای
مابه ته دټول جهان دنجونومشره کړې وای
چېرته که پاچادځوان کهول زه دزړه سره وای
مونږ به د دې دور یرغلګر په منډو کړي وای
کاشکې زه ایوب اوته ملاله څڼېوره وای
یودبل خبرې موخوراک وای پاېېدلای پرې
دواړه ماشومان وای اوله هرڅه ناخبره وای
ته هم وخت راګیره كړې وریيځوکې روڼې سپوږمۍ
ښكته رالویدلې دبالاغره له کمره وای
پېښور ارباب سړک
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري