د ښايسته جانان د سپين مخ پوروړى څراغ
چې هغه نه وي رڼا نه کوي زوى مړى څراغ
مړاوى ګلاب يې را په يادې کړي خماري زلفې
مړاوى باړخو يې را په ياد کړي خوبوړى څراغ
چې د چا غم يې په وربل کې سپين وېښته پيدا کړ؟
چې کوم ولي په شپه کې ورکړ نوموړى څراغ ؟
پر مخ يې زلفې نرى باد لکه جنډې رپوي
د يو لانده قبر په خوا کې چا بل کړى څراغ
ته ورنه هېره وې ستا نوم يې لا په خوله پاتې وو
ستا ليوني سقيم له ځانه سره وړى څراغ
17.07.2010
- سيد شاه سقيم
دزړه پرهرکې مي ستا درد او یاد ودان دي راته
زه یم یوازې مګر دوى دواړه یاران دي راته
وختونه تېرشول بلا ډېر څه مو تر شا پرېښودل
هر څه اسان دي مګر ستا هېرول ګران...
03.08.2010
- سيد شاه سقيم
هر سهار د هغو دوکانونو مخې ته تېرېږم چې له مرمرينو ډبرو د قبرونو شناختې جوړوي .
شناخته جوړونکي ډېر مصروف وي ، څوک په شناخته ليک کوي ، چا سره برقي وړې الې وي او دقلم خطونه تازه کوي او چا سره مويک وي ، نوشتې رنګه کوي .
په شناختو د شهيد...