شونډې دي هم چاودلې 

رنګ دي هم زېړغوندې دی 
خدای دي خېرکړي
‌ډېرغمجن مالومېږې

څه به درته ووایم 
څنګه دي پوهه کړمه
بس نورمي په خدای وسپاره 

وۍ مخ مي تورسو 
داته څه وایې
تاخوپه پاکه مینه زماسره قسم وکړی
چې مونږ به نه بېلیږو

هو دامي ویلي وو خو
دلته  رواج  حاکم  دی
یوڅونفره کوي
دبل دژوندفیصلې

موربه مي تل داویل
خومابه نه منله 
چې مرغان هغه کېني
چې يې  بڼکې یو وي

ته یوه دکونډې لور یې
دامکتبى هلک دی
بل خویې پلار
دمنارې کارېزکې  یوشواروز ملک لري

خومابه هيڅ نه منل 
ستادخوښۍ  دپاره
دحجرې له چړي 
دالف اوب سپاره
څومره په مینه زده کړه 
ماخوویل چې بیابه 
یوبل ته خط کې لیکو
یوڅودمیني ټپې
یادزړه پټ رازونه

ورته مي ډېر وویل
هيڅ یې هم نه اورېدل
راته سلګوسلګوکې
هغې بس دا وویل

ښایست مي اورنیستي پیغور دی
بې ننګه یارپه نيمه لارکې پرېښودمه