قسمته ! ووایه پرڅه راته را ځي غمونه 

په نیمه شپه کې مي د خوبه ویښوي غمونه 

بس بې له سته مېلمانه شي دخوښۍ پر محفل
د ارمانو څلي مي هر وخت نړوي غمونه 

چې مي ساتلی وو ریښې ریښې داستا مینه کې
هغه ګرېوان مي نن په اوښکو لندوي غمونه 

چېرې مي لا ره دخلاصون ترېنه موندلې نه ده 
دقبر غاړې ته لاهم راسره ځي غمونه 

په تا دوخت نا کردې ټولې سر تر پایه ویني 
زما دسر سترګې جانانه ړندوي غمونه 

زمونږ دهیلو قا تلان دي په خوني لاسونو 
پر پرهرونو راته ما لګې دوړوي غمونه

هغه جواب چې پرکاغذ يې وولیکلی راته
هره نقطه کې يې (همدرده) زېږوي غمونه

هندوستان نوی ډيلی 

دلېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري