سيد
ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه
شــــــــــعــــــــرونــــــه
تكه سپينه خوله غواړي
څه چې ستا زړه نه غواړي هغه زما زړه غواړي نه غوړاي كه وو غواړي تكه سپينه خوله غواړي درسته ورځ يې ياد نه يم ژوند رانه په څه غواړي ؟
غزل ــ سعيد احمد كاكړ
مينه کښې دردونه ما ليدلي دي زړه کښې دې زخمونه ماليدلي دي مينه نوره هغه مينه نه شوله دې کښې رواجونه ما ليدلي دي مه ګوره حالت ته مي ناصحه ته لاس کښې دې جامونه ما ليدلي دي خپلې ميخانې ته ساقي خيال کوه دلته کښې مات زړونه ما ليدلي دي څنګه به دې خپل کړمه جانانه زه هر خواته دامونه ما ليدلي دي زه کاکړ به نه درځم ستا کلي ته هلته ډير غمونه ما ليدلي دي
مونږه ـ عايشه رڼا مومند
مونږه خوړلي دي څپېړې په مخمونږه د ډېرو ناکردو بچي يووزموږ د کلي څراغونه مړه ديمونږه د تورو تورو شپو بچي يووزموږ له شونډو نه خندا ورکه دهمونږه د اوښکو د لېمو بچي يووتالاوالا شول زموږ سره ګلونهمونږه د ژېړو خزانو بچي يووزموږ هويت د ورکېدلو نه دیمونږ دمومندو درانو بچي يووزموږ کاروان په بېرته تللو نه دیموږ د شملې موږ د پښتو بچي يوو
د سید شاه سقیم نوې غزل
څنګه بې وسه څنګه ستړی ستړی کېږې ژونده!د مات مړوند غوندې په غاړه مي ځړېږې ژونده ! زورور یار دي رانه بېل په یارانه کې نه کړيد بنګړو بار شوې په بانه بانه ماتېږې ژونده ! لکه څوک باسي له سینې نه&n
د رحمان بابا مزار
چې د رحمان بابا مزار ورانويد پښتنو ستر افتخار ورانوي دا د فرهنګ او د ادب دښمنانزموږ کلتورزموږ یادګار ورانوي زموږ تاریخ ته دوی په سپکه ګوريدوی زموږ څلی او منار ورانوي نن د صوفي عبدالرحمان په پلمهد تصوف پلونه او لار ورانوي دوی د انصاف او انسانیت نه لېرينن که رحمان سبا انصار ورانوي دا تنګ نظره دتعصب لیونیاند افغانانو کار او زیار ورانوي اغیار به دا ارمان تر ګوره ویسيچې د افغان ولس ګلزار ورانوي افغاني! زموږ
دروند حمزه بابا
حمزه چې دادب په اسمان ستورى دسبا ووحمزه چې دپښتو په قلمکارو کښې يکتا ووحمزه چې دشلمې صدۍ سر د شعراء ووحمزه چې دټولنې دمزاج سره اشنا وو حمزه چې دروڼ فکر په سوب يې لوړ مقام دىزمونږ دپښتنو دهغه روح و ته سلام دى حمزه چې دتخليق دميدان وتى شهسوار ووحمزه چې وطن پال وو پښتون يار وو اولس يار ووحمزه چې له رنګ نسل بې
زمونږ د در په دره قام غمخموره !
زمونږ د در په دره قام غمخموره ! منو چې تا د زړه په وينو باندې ددې ناترسه وخت په توره غېږ كې زمونږ خوارانو د تيارې جونګړې دغه نيمژاوندې ډېوه د مرګ له كومې څخه بچ ساتله خو ګوره ګرانه ! مجبوري ده چې اوس ستا په مرۍ باندې چاړه تېروو مونږ پښتانه يو پښتانه يادېږو
ته مې طبيب شه ،ته دوا جانانه
ستا محبت کښې شوم رسوا جانانه نور به زه نه درځم په خوا جانانه داسې رنځور شوم چې علاج مې نشته ته مې طبيب شه ،ته دوا جانانه زړګى مې وچادو ټوټې ټوتې شو چې شوې رقيب سره پخلا جانانه په ميخانه کښې جام په سر اړوم ستاله ديدن شوم بېنوا جانانه
شــــــوکاکړتبـــــاه ،چـــې را نه لاړلـــې
زه دې کـــــــړم رســــــوا، چې رانــــــه لاړلـــــېژونـــــــدمې شو فنــــــا، چې را نــــــه لاړلــــې مــــــا وې ،شي خــــوږه به مو د ژوند کيسه آه څـــــه شــــــو له وفـــــــا چــې را نـــــــه لاړلې مينـــــــه کښې ستي شوم، خداى ليدلى يممه کــــوه دعــــــــا، چـــــــې را نـــــــه لاړلـــــــــې
لېونۍ مينه
دا مينه ليونۍ ده که زه هسې ليونی يم ستا ميني زه مجنون کړمه که هسې سحرانی يم دا ما چې د ي دنګلي ستا د عشق و لوی درياب ته ستا عشق زورور دی که زه هسې ميړنی يم د ګلو پاڼې ټولې ستا د مخ له رخسار جار شه دا تا دود او لوګی کړمه که هسې سپيلنی يم
شېخ بابا ته بنګ وركړه چې څه كېږي ؟
شېخ بابا ته بنګ وركړه چې څه كېږي ؟شنو بنګړو ته شړنګ وركړه چې څه كېږي ؟ نور يې نو په صبر كې ملا ماته شوه پته د پلنګ وركړه چې څه كېږي؟ خال به دي د زنې ګل ته ورته شي زما د وينو رنګ وركړه چې څه كېږي؟ دا زلمى كوكنارو نشه كړى دى؟ يه پېغلې ! لونګ وركړه چې څه كېږي؟
قمرګلی ته ډالۍ : عبدالحفيظ مليار داتريش ښار ويانا
نن مي خبر د قمرګلې د خفګان واوريده د زړه غزل مي شو خفه ترې مي فغان واوريده تمبور به مات شي او رباب به غاړه جګه نکړي که مرور مي دا بلبل هزار داستان واوريده د هنر باغ کې د ګلانو شاهزاد ګۍ هغه ده ژوندی دي نه يم که په ګل مي د خزان واوريده سترګې مي ډکې شوې لـــــــــــــــــــ
ستړى شپونكى ژوند په تصور يوه رمه راځي
بې له امېدونو په هجران كې څه مزه راځي دا دنيا نيمګړې ده او دا خو په ښه نه راځي پوه كه شي او مخكې له راتګ كه څوك خبري شي ترې نه راځي كه را هم شي والله به زړه نا زړه راځي هيلې مې خورې ورې بس هر څه وي ارمان ارمان ستړى شپونكى ژوند په تصور يوه رمه راځي غاړه را چې غېږ په غ
د ښكلي حسن به دي څوك ولګوي اندازه
د سوركو شونډو او شين خال دي د سپرلي اندازه د ښكلي حسن به دي څوك ولګوي اندازه چې ولس مخكې وي روان او دى له شا ورپسېد قومي مشر وي همدغه د سړي اندازه د بل په غاړه چې چاړه ږدې يا يې ولې كلهتا لګولې ده د خپل خواږه بچي اندازه ؟ اوس چې چارګل په پوزه نه ږدي زمانه شوه بلهچا له به
اخیربه مې په سردسوداګرساقي قبضه شي
له مړوسترګودې مړه مړه راته ګوري انځورونه دزړه په پرهرونوکې مې ښوري انځورونه دسپین مخ له سپوږمۍ سره دي ښه په کمال جوړديدزنې شنه خالونه لکه ستوري انځورونه خولې دباړخوګانودې جانانه وچي مه شه دزړه په ګل مې پرخه پرخه اوري انځورونه جوړه جوړه به ګرانه سره
راشه زما د زړه ا ينې ته دلته ځان ووينه
راشه زما د زړه ا ينې ته دلته ځان ووينه چېرته چې ته پکښې اوسېږې دا جهان ووينه د زړه په باغ کې مي د عشق دنياګۍ للمه ښکاري راشه زما د تړمو اوښکو پرې باران ووينه نه مي په ليچو ستا خوب وکړ نه بنګړي مات شوي
له تور اغياره به خيبر اخلمه
ستا له خوږو سترګو اثر اخلمهدا چې دبل تهمت په سر اخلمه کټوپه لاس کې سپيلني دودومد نازولي يا ر نظر ا خلمه د پخوانۍ مينې زاړه يادونه له جانان نښه په ګودر اخلمه د زړه سودا عالمه داسې کومد زړه بدل په زړه پرهر اخلمه
نه ګلاب یم نه وږمه یم یوبڅری ستادعشق یم
نه ګلاب یم نه وږمه یم یوبڅری ستادعشق یمڅه چې یمه بس دغه یم یو بڅری ستادعشق یم سپین سحر دهیلو جوړکړم بېرته زیړ مازدیګری شيکله مسک کله خفه یم یو بڅری ستادعشق یم زه چې ستاتصویر ته ګورم تصور رانه یاغي شي وایم زه هم ستاجلوه یم یوبڅری ستادعشق یم دهجران توفیق مې نه شته دومره ليرې رانه
چې خوله ترې واخلمه په لاره ځنګیدلی ځمه
دغم ښکالومې دزړګي دخوني تیر ښورويپکې راځوړند ستادښکلي مخ تصویر ښوروي راځه اشنا چې دخوښۍ لحظې شریکې کاندورقیب دمکرپه منګولوراته ویر ښوروي یوه پرۍ وي له الهامه لمن ډکه راوړيپه نیمه شپه مې دغزل
د نجلۍ شپږ وروڼه زلمي دي وس مې نه رسېږي
خلک مالداره دي قوي وس مې نه رسېږي د نجلۍ شپږ وروڼه زلمي دي وس مې نه رسېږي زه به یې کوم یو ورور ميالي صاحب مزارته بوځم؟ دا خو له مخې لېوني دي وس مې نه رسېږي
زه د چم د سرببر لېـــــــــونـــــــــــــي خــــــــــــوب یم
چې دې خوب ته هم درنه شم ، ښه مې هــــــــــــېر کړهزه دې نه شم هېرولی، تـــــــــــــه مــــــــــــــــې هېر کړه که د هجر ترخو شـــــــپو مـــې ځـــــــــــــــورولــــــــــېها ترخه مې یادوه، خواږه مـــــــــــــــې هېـــــــــــر کړه ها زموږ د کلي لارې څــــــــارل پـــــــــــــــرېــــــــــــږدههغه وخ
په ما شراب شــــــــــولــــــــــو حرام د مينې
چې سوچ مـــــــــې کــــړی په انجام د مينېساقي بيا پــــــــورتـــــــه کــړلو جام د مينې که مې د هــــــيلــــــــــــو ښاپېرۍ يې ګرانېمخ دي سپوږمۍ کـــــــــــړه ته په بام د مينې جانانه ! ستا زړه يې اوس غواړي که نه؟په مـــــا دې پــــــــــــــورې دی الزام د مينې د
ژوندۍ دې ملالۍ وي
یوه ډله څڼېور په لاره راغللګورې څڼې او ځوړند ترینه سرونه په اوږو ېې پرهرژلی یو ژڼکوټید چینې سره په خوا کې د توت لاندې له اوږو ېې پرهر ژلی غلى کوز کړپه پټکي ېې وو ټټر پرې ورتړلی مخ لاسونه ېې په وینو باندې سره ووټولو بار بار
یاره ستا راتلو سره
باغ به مي ګلزار شي یاره ! ستا راتلو سره ژوند به نوبهار شي یاره! ستاراتلو سره هسې محبت چې کړي توربورا په ګل باندېداسې به روزګار شي یاره ! ستا راتلو سره زړه خو ستا د خوږ زړګي خوږ نظر په تمه دیزړه به ځوان مالیار شي یاره ستا راتلو سره ښکلې ارزوګانې دي ښکلو ارمانو سرهورک به مي تل
د يار سترګې
د يار سترګې اثري ديجوړ د بنګو کنډولي ديميکده دي ترېنه ځار شي ډک جامونه د ساقي ديتکې سرې دي لکه زرکېخماري دي نشيي دي ملنګان يې لاس پر نام دي پتنګان يې سپېلني ديله هرچا يې زړګی وړی له ملا که له امي دي هرچا کړې ګوته غاښ ته دا سپينږيري که زلمي دي په حفيظ مليار نخرې کړي ځکه اوښکې ترې جاري دي