د يار سترګې اثري دي
جوړ د بنګو کنډولي دي
ميکده دي ترېنه ځار شي
ډک جامونه د ساقي دي
تکې سرې دي لکه زرکې
خماري دي نشيي دي
ملنګان يې لاس پر نام دي
پتنګان يې سپېلني دي
له هرچا يې زړګی وړی
له ملا که له امي دي
هرچا کړې ګوته غاښ ته
دا سپينږيري که زلمي دي
په حفيظ مليار نخرې کړي
ځکه اوښکې ترې جاري دي

19.01.2009
- سيد شاه سقيم
ليچو کښې اوس د بنګړو ترنګ نشته دیشمع لا سوځي خــــــوپتـــــنګ نـــــشته دیبيا داسې ښکاري چــــې باران تير شوىسترګو کښې ستا د رنجو رنګ نشته دی
* * *بخت د غمو هار راته په غــــــاړه کړيار د زلفو دار راته په غـــــاړه کړتشې پيمانې ډکوم اوښـــــــکو نهوخت داڅنګه کارراته په غاړه کړ؟
* * *د څو سوالونو مې ځواب غـــواړمه...
19.01.2009
- سيد شاه سقيم
باغ به مي ګلزار شي یاره ! ستا راتلو سره ژوند به نوبهار شي یاره! ستاراتلو سره
هسې محبت چې کړي توربورا په ګل باندېداسې به روزګار شي یاره ! ستا راتلو سره
زړه خو ستا د خوږ زړګي خوږ نظر په تمه دیزړه به ځوان مالیار شي یاره ستا راتلو سره
ښکلې ارزوګانې دي ښکلو ارمانو سرهورک به مي تل...