ليچو کښې اوس د بنګړو ترنګ نشته دی
شمع لا سوځي خــــــوپتـــــنګ نـــــشته دی
بيا داسې ښکاري چــــې باران تير شوى
سترګو کښې ستا د رنجو رنګ نشته دی

* * *
بخت د غمو هار راته په غــــــاړه کړ
يار د زلفو دار راته په غـــــاړه کړ
تشې پيمانې ډکوم اوښـــــــکو نه
وخت داڅنګه کارراته په غاړه کړ؟

* * *
د څو سوالونو مې ځواب غـــواړمه
د هر ستم درنه حساب غــــــــواړمه
چې مې له غمه بيګانه کړي ساقي
د جانان لپه کښې شراب غواړمه