باغ به مي ګلزار شي یاره ! ستا راتلو سره
ژوند به نوبهار شي یاره! ستاراتلو سره

هسې محبت چې کړي توربورا په ګل باندې
داسې به روزګار شي یاره ! ستا راتلو سره

زړه خو ستا د خوږ زړګي خوږ نظر په تمه دی
زړه به ځوان مالیار شي یاره ستا راتلو سره

ښکلې ارزوګانې دي ښکلو ارمانو سره
ورک به مي تلوار شي یاره!  ستا راتلو سره

ګل به خجالته وي ستا ښکلي رخسار نه بیا
لېري به اغیار شي یاره!  ستا راتلو سره

زه خو د وفا تمه صرف د خپل اشنا نه کړم
زړه به مي قرار شي یاره ! ستا راتلو سره

ما دي د ښایسته حسن لوړ انداز لیدلی دی
ژوند به لاله زار شي یاره!  ستا راتلو سره

زه په افغاني رسم یار ته تمه ، تمه یم
خلاص به انتظار شي یاره!  ستا راتلو سره