یوه ډله څڼېور په لاره راغلل
ګورې څڼې او ځوړند ترینه سرونه

په اوږو ېې پرهرژلی یو ژڼکوټی
د چینې سره په خوا کې د توت لاندې

له اوږو ېې پرهر ژلی غلى کوز  کړ
په پټکي ېې  وو  ټټر  پرې  ورتړلی

مخ لاسونه ېې په وینو باندې سره وو
ټولو بار بار  راکتل زمونږ  په  لوري

جینکۍ واړه ورپاتې
ډنډ ډنډ اوښکې په لیمو کې

هرې پیغلې ځلولې

ما مې زر منګی راوخیست
په چینه کې مې غوپه کړ

په اوږدو اوږدو ګامونو ورمتۍ شوم
یو ېې غلي غونتې ووې

خورې ښاده شې ورځه ته
مونږ اوبه چې ترینه وڅکو

نو منګی به درته پرېږدو
ما وې ځار غازیانو وروڼو

زر واري  مو له  هر پل شم
پرهرژلیه ! ستا هر  آه  ته

لولپه شمه لوګی شم

موراو پلار مې له تا ځار شه
پام ونه غورځوې زړه دې

خدای به دا زخمونه جوړ کړي
زخمي تریخ غوندې مسکی شو

حلق او ژبه ېې انغښتي
ترې خبرې خویېدلې

‎څه په زور ېې ایله ووې

چې ژوندۍ دې ملالۍ وي

ځینو ووې هله زر شئ
نه چې دلته مو څوک وکسي

څڼېور شول ترې ورلاندې
په اوږو ېې اړولو

ما پرې غږ کړ وروڼو څه کړئ ؟
زمونږ کور زموږ حجره شته

مسلمان یوو پښتانه یوو
هم مو کلي کې جومات شته

تاسې دا زخمي ورورک مې
په اوږو نو چیرې واخیست؟


میر ېې اوږد اسویلی وکړ
ویل ېې خورې! اې ناهیدې !

منم هر کلی پښتون دی
هر سړی ېې مسلمان دی

ځای پر ځای پکې جومات شته
خو د کلو ډیرو ژڼو

په ډالرو خرڅ وجدان دی
هر دوهم پکې جاسوس دی

که غریب دی او که خان دی

دا زخمي مجاهد ورور ڼو
یا به روغ ېې تر منزل وړو

یا به لاره کې شهید شي
خو که دلته مونږه تم شوو

نو ستا کلی به برباد شي
له هر خوا به پرې بمونه

د باران په شان راووري
نن صبا خو چې لښکر د

پېرنګیانو په لار درومي
نو ګلپاڼې پرې خلک شیندي

خو چې چېرته مجاهد څوک
په لار وکسي نو بیا وخته

راخبر پرې کاپیران کړي
دغه خلک اې خورَکې

هم دعوه د سپین ایمان کړي
هم ېې کلي کې حجرې شته

هم جومات کې اذانونه