دا مينه ليونۍ ده که زه هسې ليونی يم
ستا ميني زه مجنون کړمه که هسې سحرانی يم
دا ما چې د ي دنګلي ستا د عشق و لوی درياب ته
ستا عشق زورور دی که زه هسې ميړنی يم
د ګلو پاڼې ټولې ستا د مخ له رخسار جار شه
دا تا دود او لوګی کړمه که هسې سپيلنی يم
په خټه چې پښتون يمه همدغه لوی عزت دی
ګربز يم که مسعود يم که ساپی ياکه تڼی يم
ستا ياد مي دى په زړه کې زه حفيظ مليار دا وايم
زړښت به پکښې نه وي پخوانی که ننی يم 
10.02.2009
- سيد شاه سقيم
شېخ بابا ته بنګ وركړه چې څه كېږي ؟شنو بنګړو ته شړنګ وركړه چې څه كېږي ؟
نور يې نو په صبر كې ملا ماته شوه پته د پلنګ وركړه چې څه كېږي؟
خال به دي د زنې ګل ته ورته شي زما د وينو رنګ وركړه چې څه كېږي؟
دا زلمى كوكنارو نشه كړى دى؟ يه پېغلې ! لونګ وركړه چې څه كېږي؟...
11.02.2009
- سيد شاه سقيم
په ډېره خواشینۍ مو خبر ترلاسه كړ چې په سيف الله كلا كې د افغان خبريال ښاغلي محيب الله ښېراز تره او په شمال کي د تكړه ژورناليست او ليكوال ښاغلي حنان حبيبزي مورد تل لپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي.
حريت فرهنګي ټولنه اوسهارلنسززکلب ښاغلي محيب الله ښېراز اوښاغلي حنان حبيبزي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږۍ مراتب وړاندې کوي اوځان ددوى په غم کې ځان شریک بولي.
دلوی څښتن له درباره حنان حبيبزي او,محيب الله ښېرازدرنې کور...