شېخ بابا ته بنګ وركړه چې څه كېږي ؟
شنو بنګړو ته شړنګ وركړه چې څه كېږي ؟

نور يې نو په صبر كې ملا ماته شوه
پته د پلنګ وركړه چې څه كېږي؟

خال به دي د زنې ګل ته ورته شي
زما د وينو رنګ وركړه چې څه كېږي؟

دا زلمى كوكنارو نشه كړى دى؟
يه پېغلې ! لونګ وركړه چې څه كېږي؟

كوز كنډو يو بل نوى فرهاد غواړي
ځي خالي كولنګ وركړه چې څه كېږي؟

هلته نو حقمل پوه شو او ستا زړګى
ته  خالي اونګ وركړه چې څه كېږي؟