نن مي خبر د قمرګلې د خفګان واوريده
د زړه غزل مي شو خفه ترې مي فغان واوريده

تمبور به مات شي او رباب به غاړه جګه نکړي
که مرور مي دا بلبل هزار داستان واوريده

د هنر باغ کې د ګلانو شاهزاد ګۍ هغه ده
ژوندی دي نه يم که په ګل مي د خزان واوريده

سترګې مي  ډکې شوې لـــــــــــــــــــــــيــــــمـــــــې مي رالمدې شوې راته
چې دا خبر مي انټر نيټ کې له ؛ کاروان ، واوريده

اې قمرګلې اې بلبلې اې  د روح ملکې
ستا خوشبختۍ ته ما حفيظ مليار ارمان واوريده