بې له امېدونو په هجران كې څه مزه راځي
دا دنيا نيمګړې ده او دا خو په ښه نه راځي
پوه كه شي او مخكې له راتګ كه څوك خبري شي ترې
نه راځي كه را هم شي والله به زړه نا زړه راځي
هيلې مې خورې ورې بس هر څه وي ارمان ارمان
ستړى شپونكى ژوند په تصور يوه رمه راځي
غاړه را چې غېږ په غېږ كې نر غوندې ځان ووژنو
خداى خبر چې بيا به هم په ژوند كې داسې شپه راځي
مونږ ترې كډې بار كړلې خپل كلي مو ورپرېښودل
اې هيلاله دا ظالمان ښار ته لا په څه راځي ؟
10.02.2009
- سيد شاه سقيم
په ډېره واخشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې په سيف الله كلا كې د افغان خبريال ښاغلي محيب الله ښېراز تره د تل د پاره له دې پاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي .
د لېمې اداره له ښاغلي ښېراز سره په دغه درد كې ځان شريك ګڼي .
په الهي دربار كې خداى بخښلي ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يې د جميل صبر لپه غوړوي ....
10.02.2009
- سيد شاه سقيم
نن مي خبر د قمرګلې د خفګان واوريده د زړه غزل مي شو خفه ترې مي فغان واوريده
تمبور به مات شي او رباب به غاړه جګه نکړي که مرور مي دا بلبل هزار داستان واوريده
د هنر باغ کې د ګلانو شاهزاد ګۍ هغه ده ژوندی دي نه يم که په ګل مي د خزان واوريده
سترګې مي ډکې شوې لـــــــــــــــــــ...